Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21187

افغانستان تر اوسه هم د فاسدو هیودونو په قطار کی قرار لری

$
0
0
د اروپا اتحادیه وایی، افغانستان تر اوسه هم په فساد پوری لړلۍ هیوادونو په قطار کی قرار لری او باید د فساد سره د مبارزی لپاره عملا اقدام وکړی. د اروپا اتحادیی د سفیر معاون په کابل کی د پنجشنبی په ورځ په یو ناسته کی چی د امانتدار قهرمانانو تر نامه لاندی جوړ سوی وو وویل، دا چی د دوو کالو په جریان کی د افغانستان حکومت د فساد په ضد اقدامات ترسره کړی دی خو دا اقدامات باید نور هم پراخ شکل ونیسی. هغه وایی، د افغانستان د هڅو په شتون هم د فساد سره د مبارزی لپاره خو بیاهم دا روند په کندی سره مخته ځی. جورج کنینګهم همدارنګه وویل افغانستان تراوسه هم په فساد پوری لړلو هیوادونو په قطار کی قرار لری او ټینګار کوی چی د فساد په وړاندی مبارزه باید تر دی نورهم ډیر سی. ښاغلی کنینګهم وایی، دا چی ځینی مفسدین د قانون پنجی ته سپارل سوی دی خو دهغه په وینا تر اوسه هم ځینی کسان سته چی باید محکمه سی او د هغوی د فساد دوسیی وڅیړل سی. د اروپا اتحادیه په داسی حال کی د فساد په وړاندی پر جدی مبارزی باندی ټینګار کوی چی د شفافیت سازمان په یو تازه ګزارش کی لیکلی دی چی افغانستان په ۱۷۶ هیوادونو کی د ۱۵ امتیازو په درلودلو سره په ۱۶۹ ام رده کی قرار لری.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21187


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>