Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

افغانستانی مریضان زموږ په هیواد کی د ایران د ۵۰٪ ویزی تخفیف څخه برخمن کیږی

$
0
0
د آفغان غږ آوا(آژانس) په خبرګزاری سره، مجتبی کریمی د ایران د خارجی وزارت د پاسپورت او ویزی اداری رییس د افغانستان د خبرنګارانو حوزو سره په خبرو اترو کی په ایران کی د افغانستانی اتباعو لپاره د ترانزیت تسهیلات د رامنځته کیدو په اړه وویل: د ایران د خارجی وزارت نوی خدمت د افغانستانی اتباعو لپاره چی د ایران اسلامی جمهوریت ته د مریضی لپاره د ویزی د ورکړی د آسانتیاوو زمینه برابر کړی دی چی ددی وروسته مریضان کولای سی په ټول آسانتیاوو سره د ایران اسلامی جمهوریت خاوری ته داخل سی او د ایرانی مجربو ډاکټرانو تر نظر لاندی معالجه سی. کریمی د طبی ویزی د لاسته راوړلو په اړه وویل: ددی وروسته افغانستانی اوسیدونکی چی غواړی د معالجی لپاره بهرنۍ هیوادونو ته سفر وکړی، کولای سی خاصو دفاترو ته په مراجعی سره چی په افغانستان کی ټاکل سوی دی د ویزی د لاسته راوړلو لپاره اقدام وکړی. هغه تصریح کړ: ددی وروسته چی مریض د افغانستان په داخل کی دفترونو ته مراجعه وکړی نو سمدستی به په ایران کی د مریض د قبلولو لپاره اقدام وسی او د مریض ویزه د ۴۸ ساعتونو څخه په کم وخت کی د ویزی په نیم تعرفی سره به صادر سی. د ایران اسلامی جمهوریت خارجی وزارت دا مقام ټینګار وکړ: د مریضانو سره هملاری هم د مریض او ډاکټر په تشخیص پوری به مختلف وی. کریمی د افغانستان په لاس لیک سوی پاسپورتونو د اعتبار په اړه هم وویل؛ د ایران اسلامی جمهوریت په سازمان ملل کی د هوانوردی په بین المللی سازمان کی د غړیتوب په اساس د بین المللی قوانینو تابع دی او په لاس لیکل سوی پاسپورتونو په اړه هم چی د ۲۰۱۵ کال څخه مصوب سوی دی د همدی قوانینو په بنا به عمل وکړی. خو دهغه وړونو او خویندو په اړه چی ددی قانون د اجرا مخکی په ایران کی مقیم وو، ددی کسانو لپاره د الکتریکی پاسپورتونو د صدور قانون اجرا یو کال تعویق ته مو اچولی دی یا مو ځنډولی دی چی اوس هم یواځی څو میاشتی دهغه کال څخه پاته دی.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123