Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21133

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي

$
0
0
دافغان غږ(آوا) آژانس دخبرله مخی، د هلمند ولایت مطبوعاتی دفتر نه خبر شوی خبرپانه کی راغلی، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځوابي بريد کې ۷ وسله وال طالبان ووژل او شپږ نور يې ټپيا کړل. سرچنیو زیاتیوی، د یوه بل خبر له مخې د نادعلي ولسوالۍ د هزارګانو او نور محمد خان کليو ترمنځ سيمه کې امنيتي ځواکونو پر وسله والو طالبانو هوايي بريد کړی چې په ترڅ کې يې ۱۴ طالبان وژل شوي او ۴ تنه ټپيان دي. په خبرپانه کی راغلی دي، په دې پېښه کې يو راکټ انداز، يوه پيکا، دوه ميله کلاشينکوفونه او شپږ کړۍ بېلابېل ډول ماينونه په بشپړه توګه له منځه وړل شوي دي . دهلمند ولایت مطبوعاتی دفتر راغلی، افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه د هلمند په ډېرو سيمو کې پر دښمن لاس بري دي او د مخالفينو ستر پلانونه يې شنډ کړي دي .

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21133


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>