Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

ولسمشرغنی: د پښتنو اعتراض کوونکو حرکت د تشدد پر ضد دی

$
0
0
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، دغو مظاهره چیانو وایی، چې په لر او برکې افغانان یو دي، پنجاب یې باید له وژنې او ځورونې لاس واخلي. هغوی زیاتوی، د پښتون پسرلی دغه تاریخي حرکت د دې لامل شوی چې د کابل ښار خلک هم د خپلو کوزو افغانانو وروڼو او خویندو ترڅنګ د قیام لپاره تیار شول. په کابل ښارکی نن ورځ یو شمېر ځوانانو او مدني فعالانو، ملتپاله افغان ځوانانو او کابل ښاریانو په اسلام اباد کې د پښتنونو د ستر اعتراض په ملاتړ مظاهره وکړه. بلخوا د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د پښتنو اعتراض کوونکو حرکت د تشدد پر ضد هڅه بللې او له نړیوالړو رسنیو یې غوښتي چې د پښتنو دا عدالت غوښتونکی ږغ بدرګه کړي. د پښتنو د روان لاریون پراخوالي او جدیت ته په کتو د پاکستان رسنیو هڅه کړې چې هغه زیات منعکس نه کړي. د یاد وړ دی، چی پرون د نوبل د سولې د نړیوالې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د دې لاریون ملاتړ اعلان کړ.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>