$ 0 0 د پاکستان طالبانو د محسود څانګې مشر خان سید سجنا په ختیځ پکتیکا ولایت کې د هوایي برید په ترڅ کې وژل شوی.ځایي چارواکي په پکتیکا ولایت کې تائید کړې چې خان سید سجنا د بې پیلوټه الوتکو د برید په ترڅ کې وژل شوی دی.د چارواکو په وینا، په دغه برید کې د خان سید سجنا ۹ ملګري هم وژل شوي او د هغوي د هویت په اړه کره معلومات تر اوسه په لاس کې نشته.د تحریک طالبان پاکستان د محسود څانګې وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.په همدې حال کې د اسوشیټید پرس خبرې اژانس په یوه راپور کې لیکلي، چې د بې پیلوټه الوتکو د هوایي برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۷ تنه وسله وال د پاکستان په شمالي وزیرستان سیمه کې وژل شوي.د راپور له مخې، د امریکا پوځ اړوند بې پیلوته الوتکو د پنجشنبې په ورځ د شمالي وزیرستان په ګورواک سیمه کې د ترهګرو پر امن ځایونو هوایي بریدونه ترسره کړل.د جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتیژي تر اعلان وروسته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د بې پیلوټه الوتکو په هوایي بریدونه کې زیاتوالي راغلي دي.کابو درې اوونی مخکې هم امریکایي ځواکونو په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکې پر یوه پتڼځای هوایي بریدونه ترسره کړل چې په ترڅ کې د حقاني شبکې یو ډلمشر په ګډون یو شمېر کسان وژل شوي وه.