$ 0 0 د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د شمال ختیځې حوزې امنیتي چارواکي زیاتوی، دوه ورځې کېږي چې دغه امنیتی پوځي عملیات د وسله والو طالبانو د ځپلو په پار پیل شوي. د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ سرپرست نظام الدین غوري په دې اړه رسنیو ټه وایی، په یاد عملیاتو کې تراوسه د دولت ۱۲ تنه مخالف وسلهوال وژل شوي او ۸ تنه نور یې ټپیان شوي دي. دویی وایی، چې په درقد، ینګي قلعه او خواجه بهاوالدین ولسوالیو کې ۵ کلي له طالبانو پاک شوي دي. سرچنو زیاتوی، د پامیر ۱۸ ګډ پوځي عملیات چې د ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست په مشرۍ تصویب شو، همدا اوس موږ په سیمه کې یوو او دا عملیات پیل او دوام لري. ویلکږی، یاد عملیات ۲ ورځې مخکې په بشپړې همغږۍ سره پيل شوي او تراوسه یې د دولت مخالفو وسله والو ته درنه مرګ ژوبله رسولي. خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه څه نه دی ویلی.