$ 0 0 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماسپښین په عشقآباد کې په خپل استوګنځي کې د ګرجستان جمهوررئیس ګیورګي مارګویلاش سره وکتل. دواړو غاړو په بېلابېلو مسائلو، دوه اړخېزو همکاريو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مناسباتو په پياوړتیا بحث او خبرې وکړې. جمهوررئیس غني وویل، د افغانستان او ګرجستان ترمنځ اړیکې د پخوا په پرتله ژورې شوي دي او په بېلابېلو ډګرونو په ځانګړي ډول د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې یې د دغه هېواد د خلکو او دولت څخه چې افغانستان سره یې همکاري کړې ده، مننه وکړه. د ګرجستان جمهوررئیس هم افغانستان سره د خپل هېواد د همکاریو په ځانګړي ډول د غوڅ ماموریت په چوکاټ کې د دوام په اړه د هېواد جمهوررئیس ته ډاډ ورکړ. هغه د " امام نظر ترکمنستان او اقینې افغانستان" د اوسپنې پټلۍ د پرانېستو له امله جمهوررئیس او افغانانو ته مبارکي ورکړه او دغه پرانېسته یې د سیمهییزې سوداګرۍ د اتصال او د ټرانیزيټي پراختیا په ډګر کې ګټور ګام وګاڼه. د ګرجستان جمهوررئیس وویل، هېواد یې چمتو دی چې افغانستان سره د ترانزیټي او سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې هر اړخیزه همکاري وکړي او هم به د لاجوردو لارې په بیا احیا کولو کې چې اسیا د اروپا له آزادو اوبو سره وصلوي همکاري وکړي. جمهوررئیس غني، د پولیسو، اقتصادي مدیریت او اداري فساد سره مبارزه کې د اصلاحاتو په راوړولو کې د ګرجستان تجربې ګټورې وبللې او له هغه یې وغوښتل چې له دغه اغیزناکو تجربو څخه په استفادې دې دغو برخو کې افغانستان سره همکاري وکړي. د ګرجستان جمهوررئیس هم د هېواد جمهوررئیس ته ډاډ ورکړ چې په دغو برخو کې به افغانستان سره همکاري کوي. هغه وړاندیز وکړ چې په اقتصادي، ترانیزیټي، عدلي او امنیتي برخو کې دې یو دوه اړخیزه کار ډله جوړه شي چې په همغږۍ سره د همکارۍ غوره لارې ولټول شي. هغه څرګنده کړه چې یو افغان پلاوی دې ګرجستان ته سفر وکړي چې د دغه هېواد د پولیسو په چوکاټ کې اصلاحات له نږدې وګوري او د دوی له تجربو څخه په افغانستان کې ګټه پورته کړي. جمهوررئیس غني د ګرجستان جمهوررئیس ته بلنه ورکړه چې په یو مناسب وخت کې افغانستان ته سفر وکړي چې نوموړي دا بلنه په خوښۍ ومنله. همدارنګه هغه جمهور غني ته بلنه ورکړه چې په مناسب وخت کې ګرجستان ته سفر وکړي چې دا غوښتنه بیا د هېواد جمهوررئیس ومنله. ارگ - ریاست جمهوری