Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

داسې انګېرل کېږي چې شونې ده د طالبانو مشرتابه له پاکستانه افغانستان ته لېږدول شوي وي

$
0
0
په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې پر افغانستان د امریکا له برید څخه وروسته چې د سپټمبر د ۱۱ مې په غبرګون کې ترسره شوه. د طالبانو مشران پاکستان ته وتښتېدل او په دغې موده کې د کوټې،کراچۍ او پېښور په ښارونو کې وو. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد،اسوشېټډ پرس ته ویلي چې د طالبانو د مشرتابه شورا څو میاشتې وړاندې له پاکستان څخه افغانستان ته لېږدول شوې ده. خو هغه د دې په اړه چې شورا د افغانستان په کومو برخو کې مېشته شوې،څه نه دي ویلي. ویل کیږی چې د طالب ډلې یوه چارواکي چې د نوم له اخیستو څخه یې ډاډه کړې ویلي چې د هلمند په سوېل کې یوې سیمې ته لېږدول شوې ده. دغه سیمه د کوکنارو ډېری کښتونه لري چې د طالبانو یوه له مهمو عایداتي سرچینو څخه شمېرل کېږي او طالبان له دغې سیمې څخه د اصلي مرکز په نامه یادونه کوي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>