$ 0 0 په دغه کنفرانس کې چې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي بانکي مون سربېره د ترکمنستان جمهوررئیس قربانقلي بردي محمدوف او د سیمې او نړۍ د هېوادونو یو شمېر استازو ګډون درلود، د هېواد جمهوررئیس وویل: زه دوست هېواد ترکمنستان ته له دې امله چې پر پایداره ټرانسپورټ او ټرانزیټ ژور تمرکز لري خپلې نیکې هیلې او مبارکۍ وړاندې کوم او همدارنګه په بریالیتوب سره د دغه کنفرانس د جوړیدو او تودې میلمپالنې څخه مننه کوم. جمهوررئیس غني وویل، موږ د دې لپاره راټول شوي یوو، چې پر لازیاتې همکارۍ ټینګار او ګډ کار سره وکړو. هغه ټینګار وکړ چې پر سولې او ترانسپورټ پانګونه د ترانسپورټ د بدلون اغیزې، جنګي زونونه د همکارۍ په زونونو بدلوي چې په دغه برخه کې افغانستان کلیدي نقش لري. هغه زیاته کړه، له ۲۰۱۴کال را په دېخوا ترکمنستان د پراختیا په بېلابېلو ډګرونو کې د پالیسۍ ستر تصامیم نیولي دي او د عملي کولو لپاره یې هم هراړخیز ګامونه پورته کړي دي. جمهوررئیس غني وویل، د "اتامراد ـ امام نظر (ترکمنستان) او اقینې (افغانستان)" د اوسپنې بین المللي پټلۍ پرانېسته د سیمې لپاره د یوې ترانزیټي کړکۍ د خلاصولو په برخه کې یو بدلون راوړونکی ګام دی. هغه زیاته کړه، مخ پر ودو اقتصادونو کې د ترانسپورټي زیربناو زړښت بیا جوړولو ته اړتیا لري، مدغم اقتصادونه باید پر پایداره ټرانسپورټ زیاته پانګونه وکړي. جمهوررئیس زیاته کړه، د نړۍ هېوادونه له بېلابېلو لارو زیاتو پانګونو ته اړتیا لري چې موږ دا مهال د نړيوال ترانسپورټ د زیربناوو د پراختیا په درېیم فاز کې قرار لرو. هغه څرګنده کړه، تر راتلونکو شلو کالو په تخمیني ډول په دغه برخه کې د پانګونې بهیر له ۶۰څخه تر ۴۰تریلیون ډالرو پورې اړتیا لري چې دا به په نړۍ کې یو تر ټولو لویه پانګونه وي. جمهوررئیس زیاته کړه، مخ پر ودې هېوادونو لپاره په نړۍ کې د نړېوال انکشاف مهم بحث پایداره ټرانسپورټ دی، چې د دغه بهیر پروسه، طرحه، کار، ساتل او تداوم یو لوی تحول ته اړتیا لري. هغه ټینګار وکړ چې یو پایداره ترانسپورټ ته د رسیدو په ډګر کې باید جدي او اساسي تمرکز وشي. جمهوررئیس غني وویل، موږ باید درک کړو چې د نړيوالو ارتباطاتو په مهمو او حساسو شرایطو کې قرار لرو، چې په ځانګړي ډول د دې اهمیت د ملګرو ملتونوسازمان ته ډېر د لمس وړ دی. هغه ټینګار وکړ چې د ټرانسپورټ پایداري یوازې مخ پر ودې هېوادونو لپاره نه ده، باید نور هېوادونه هم ورته بستر چمتو کړي. جمهوررئیس محمداشرف غني وویل، افغانستان د سیمهییز اتصال او د پایداره ټرانسپورټ د پرمختیا لپاره مناسب پوټانشیلونه لري او په بېلابېلو ډګرونو کې د همکاریو او نوښتونو لپاره شنه ساحه ده، دا پوټانشیلونه باید د یو سیمهییز او تر سیمې ورهاخوا لیدلوري څخه په پام کې ونیول شي. هغه وویل، افغانستان د اسیا په زړه کې واقع شوی دی چې مرکزي اسیا له جنوبي اسیا سره وصلوي. جمهوررئیس زیاته کړه، ترکمنستان د سیمهییزې همکارۍ په برخه کې ګټور ګامونه اخېستي دي، ازبکستان هم دغه بهیر پيل کړی دی او همدارنګه افغانستان چین ته رسېږي چې دغه ګامونه تړلي شریانونه پرانیزي. د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئیس او د سیمې او نړۍ یو شمېر مشرانو، نن سهار د ګل اېښودو په هغه مراسمو کې چې د ترکمنستان د خپلواکۍ د ۲۵کلیزې په مناسبت په عشق اباد کې جوړ شوي و، ګډون وکړ او د دغه هېواد د آزادۍ څلي ته یې د ګلو ګېډۍ کېښودې. ارگ - ریاست جمهوری