Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

د کورنیو چارو وزارت له لورې د قانوني وسلې د لیږد جواز ویشلو لړۍ پیل شوه

$
0
0
د قانوني وسلې د لیږد د جواز ویشلو لړۍ چي د کورنیو چارو وزارت د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې په ریاست کې، د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویس احمد برمک په مشرۍ د کابل ګارنیزون قوماندان، د کابل ملي امنیت رئیس، د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې رئیس، د کابل ۱۰۱ اسمايي زون سرپرست قوماندان، د کابل (۱۱۱) مې فرقې قوماندان او یو شمېر لوړپوړو امنیتي مسوولینو په ګډون نن پیل شوه، لومړی د کورنیو چارو سرپرست وزیر خبرې وکړې ویې ویل، ډېر د خوښۍ ځای دی چې د کورنیو چارو په وزارت کې د اصلاحاتو په راوستلو سره نن د قانوني وسلو د لیږد د جواز ویشلو لړۍ د دوه کلن ځنډه وروسته پیلوو، موږ د وسلو د نوو جوازونو د جوړولو او ویشلو په برخه کې ټول اړین امنیتي او ضروري معیارونه په پام کې نیولي او له دوه کلونو وروسته مو دا پروسه د یو نوي جوړې شوې کړنلارې په رڼا کې ترتیب کړه چې نن یې د پرانیستې او رسمي کارونې شاهدان یو.د کورنیو چارو سرپرست وزیر زیاته کړه، موږ د وسلو د نوي جواز ویشلو په برخه کې په نوي جوړ شوي طرزالعمل کې هراړخیز او دقیق فکر کړی او په دغه تطبیقاتي پلان کې مو د افغانستان ټولو امنیتي ستونزو او نفوسو ته پاملرنه کړې چې د وسلې جوازونه باید کوم ډول غوښتونکو ته ورکړل شي.د کورنیو چارو سرپرست وزیر زیاته کړه، موږ د وسلو په نوو جوازونو کې ټول مهم او ضروري معیارونه په پام کې نیولي او هیڅ ډول دستګاه نشي کولای چې له دې وروسته د وسلې جعلي جوازونه چاپ کړي، دغه راز د ترهګرۍ سره د مبارزې ریاست منسوبین د کابل ګارنیزون قوماندانۍ سره په همغږۍ د وسلو د جواز د کنترول پروخت په داسې عصري تجهیزاتو سمبال شوي چې په ښار کې اصلي او جعلي کارتونه پرې په اسانۍ سره پیژندل کیږي.د کورنیو چارو سرپرست وزیر په خپلو خبرو کې ټولو هغه غیرې مسووله وسله والو ته په اشارې سره وویل، دا چې وسله د امنیتي ځواکونو ضرورت وي نه د هغه چا، چې د وسلې په مټ خلک ترې زوریږي نو پخوا په ټول افغانستان کې ۹۰ زره کسانو ته د وسلې جوازونه ویشل شوي وو چې ۴۵ زره جوازونه یې د کورنیو چارو وزارت سره ثبت او راجستر دي او پاتې نور یې ثبت شوي نه دي، هیله مو دا ده ټول هغه کسان چې قانوني وسلې ګرځولو ته اړتیا لري نو د کورنیو چارو وزارت ترهګرۍ سره د مبارزې ریاست ته دې مراجعه وکړي او خپلې وسلې دې په سیستم کې شاملې کړي پرته له دې لارې نور هیچاته د ناقانونه وسلې د ګرځولو اجازه نشته.د کورنیو چارو سرپرست وزیر ډاډ ورکړ چې د کورنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو په راوستولو سره به ټول امنیتي ارګانونه د یوې کلکې همغږۍ له مخې د هېوادوالو د خوندي امنیت په موخه کار کوي او د کابل ښار امنیتي حوزو د منطقوي کنترول آمرین به د خلکو د خوندي امنیت په موخه د خپلو اړونده سیمو له ټولو کورنو او کوڅو څخه د پوره باخبرۍ منظم راپور د کورنیو چارو وزارت ته ورکوي.د کورنیو چارو سرپرست وزیر یو ځل بیا ټینګار وکړ ویې ویل، زما غوښتنه له ټولو پولیسو څخه دا ده چې په دندو کې سره پولې ونه ویشي او د هر ځای هرې سیمې پولیس په هر ځای او هره سیمه کې د خلکو د خوندي امنیت مسوولین او خدمتګاران ووسي.وروسته د کورنیو چارو وزارت د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې رئیس پاسوال نجیب امان د کورنیو چارو وزارت سرپرست ته ډاډ ورکړ چې د وسلې د جواز ویشلو په برخه کې به د نوي طرزالعمل ټول معیارونه په پام کې نیسي او په دی برخه کې به د ورانکارو د هر راز درغلیو او جعلي کارونو کلک مخ نیوی کوي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123