$ 0 0 امریکايي جنرال وايي د طالبانو تکتیکي مشران په افغانستان کي دي خو "مشره رهبري" یې پاکستان کې ده. د طالبانو تکتیکي مشران او جګړې د ډګر قومندانان په افغانستان کې دي خو د دوې اصلي سیاسي مشران بیا لاهم په پاکستان کې میشت دي. په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جان نیکلسن وايي پاکستان تر اوسه پخپله خاوره کې د طالب جنګیالیو په خلاف اړین او غوښتل شوي اقدامات ندي ترسره کړي. د نیکلسن په خبره، ترهګر لاهم د ډیورند له کرښې د بریدونو د ترسره کولو لپاره افغانستان ته رااوړي. دغه امریکايي جنرال د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د ټېتې کچې طالبان د پاکستان له مدرسو ګمارل کیږي او د "بهرنیانو سره د جنګ په نوم افغانستان ته استول کیږي خو دلته بیا له خپلو افغانانو سره جنګ کوي او وژل کیږي". پاکستاني چارواکي بیا وايي چې د افغانستان جګړه کورنۍ ده او دوي پکښې لاس نلري. طالبان او مخدرات د جنرال نیکلسن په امر پدې وروستیو کې امریکايي الوتکو په هلمند کې د هیروینو د جوړولو پر څو ځایونو بمبارۍ وکړي. پدغو بریدونو کې یو شمیر کسان هم ووژل شول. جنرال نیکلسن وايي"دا د مخدراتو په ضد جګړه نده. دا د طالبانو د مالي سرچینو په ضد جګړه ده". نیکلسن وویل په دې وروستیو کې د طالبانو په مشرتابه کې د نشه يي توکو د ګټو پر سر هم شخړه پیل شوې ده. هغه د بېلګې په ډول د طالبانو د یو مشر ملا عبدالمنان نوم واخیست چې په خبره یې په پاکستان کې "مېشتو طالب مشرانو ته یي د نشه يي توکو په عوایدو کې برخه نه ورکوي" چې دا ستونزه ان د کوټې تر شورا پورې رسېدلې ده.