$ 0 0 د کورنیو چارو وزارت وایي، دغه پنځه کسان په لودیځ هرات ولایت کې د اختطاف په تور نیول شوي وه.دغو پنځو اختطافچیانو ته په داسې حال کې د مرګ سزا ورکړل کیږي چې په وروستیو کې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د اختطاف په قضیو د پام وړ ډیروالي راغلي دي.د اختطاف اکثر پیښې د هېواد په مهمو ښارونو کې د پلازمېنه کابل او هرات کې ترسره کییږی.دا په داسې حال کې ده چې د اختطافچیانو دوه مهم ډلمشران رئیس خدایداد او حبیب استالیف هم له دې وړاندې د اختطاف او قتل په تړاو اعدام شوي.