Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ۷۱ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي

$
0
0
د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، دطالبانو د ۲ تنو سیمه ایزو قوماندانانو په شمول ۷۱تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۵۳تنه ټپیان او ۱۰ تنه شکمن کسان نیول شوي دي . دغه ګډ عملیات چې د پیاده ځواکونو لخوا د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، لغمان، پروان، کاپیسا، پکتیا ، خوست، غزنی، لوګر ،کندهار، ارزګان ، زابل، غور ، کندز، فاریاب ، سرپل، بدخشان او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په ترڅ کې يې د لغمان ولایت د علینګار په ولسوالۍ کې ۱۷ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۱۵ تنه ټپیان ، د پکتیا ولایت د ډنډ پټان او احمد خیلو په ولسوالیو کې د طالبانو د ۲ تنو سیمه ایزو قوماندانانو هریو عبدالله او عبدالرحیم په شمول ۱۴ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۱۵ تنه ټپیان ، د لوګر ولایت مرکز په اړوند سیمه کې ۱۱تنه وسله وال ترهګر له منځه وړل شوي ۸ تنه ټپیان او یو تن شکمن کس نیول شوی او د زابل ولایت د دایچوپان په ولسوالۍ کې ۷ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي . همدا راز د په یادو عملیاتو کې د کندز ولایت د قلعه ذ‌ال او چهار درې په ولسوالیو کې ۶ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۸ تنه ټپیان او ۸ تنه شکمن کسان نیول شوي ، د سمنګان ولایت د دوآب په ولسوالۍ کې ۸ تنه وسله وال ترهګر له منځه وړل شوي ، د بغلان ولایت د بورکې په ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان ، د غزني ولایت د ده یک په ولسوالۍ کې ۳ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او د دښمن یو موټر له منځه وړل شوی ، د هلمند ولایت د ګرشک په ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی او د پروان ولایت د شینوارو په ولسوالۍ کې یو تن وسله وال ترهګر نیول شوی دی . ملي اردو د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره حاضر دی چې د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانې ورکړي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123