Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21167

له ګلبدین حکمتیار سره د ملګرو ملتونو د استازي لیدنه

$
0
0
په عادلانه سوله کې د ټولو لیواله کسانو د راښکیلولو په تړاو د افغان حکومت له هڅو څخه په اډانه کې، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي، تدا میچې یاماموتو په کابل کې نن له ګلبدین حکمتیار سره تعارفي غونډه درلوده. د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، یاماماتو د دولت او د حزب اسلامي ګلبدین حکمتیار تر منځ د هوکړه لیک، چې افغانستان ته د حکمتیار د سوله ییز بیرته راتګ په برخه کې یو مهم ګام بلل کیږي، د پلي کیدو د دوام هرکلی کوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشر هم دی وویل: یوناما له اساسي قانون او موجوده قانوني نورمونو سره په سمون کې، په سوله ییزه توګه په سیاسي ډګر کې د ښکیلتیا لپاره د حکمتیار د حزب اسلامي د ژمنتیا ستاینه کوي. د خبرو اترو له لارې د سولې په راوستلو کې د حکمتیار ژمنې او په نورو ډلو دهغه غږ چې له سوله ییزې لارې جګړې ته د پای ټکی کیږدي هم وستایل شول. ښاغلي یاماموتو په ډاګه کړه چې د بیان د آزادۍ او ښځو د حقونو په ګډون د بشري حقونو درناوی په هیواد کې د ثبات د پراخیدو لپاره اړین دی. یوناما د هوکړه لیک پربنسټ د ملکي خدمتونو سره د یوځای کیدو، وسله والو ځواکونو او دې ته ورته، د وړتیا پربنسټ د ګمارلو او غوراوي له لارې په سوله ییزه توګه په ټولنه کې د حکمتیار حزب اسلامي د بیرته ورګډیدو ملاتړ کوي. ښاغلي یاماموتو زیاته کړه چې په ټولنه کې باید ټولې ډلې له یو شان چلند څخه برخمنې وي

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21167


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>