Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21163

افغان ځواکونو د کندز قلعه‌زال ولسوالۍ بیرته ونیوه

$
0
0
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې نن سهار ۶:۰۰ بجې افغان امنیتي ځواکونو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د قلعه‌زال ولسوالۍ له وسله‌والو طالبانو څخه بیرته ونیوه. د صدای افغان خبری آژانس، د کورنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، د 'پامیر پنځه' په نوم افغان ځواکونو دغه یرغلیز عملیات د قلعه‌زال ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره پلان شوي وو. په بیان کې ویل شوي، چې د دغو عملیاتو په نتیجه کې د قلعه‌زال د ولسوالۍ او امنیې قومندانۍ ودانۍ او د دغې ولسوالۍ نور مهم ځایونه د وسله‌والو طالبانو له ولکې څخه بهر شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې لا هم د دغې ولسوالۍ په ناامنو سیمو کې پراخ عملیات دوام لري. که څه هم د کورنیو چارو وزارت په دې بیان کې د دولت وسله‌والو مخالفینو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې کره شمیره نه ده ښودلې، خو ویلي یې دي، چې په دغو عملیاتو کې طالبانو ته ځاني زیان رسیدلی دی. وسله‌والو طالبانو د افغان ځواکونو له خوا د دغې ولسوالۍ د بیرته نیولو په اړه غبرګون نه دی ښودلی. دغه ولسوالۍ لس ورځې مخکې د وسله‌والو طالبانو د پراخو بریدونو په نتیجه کې د افغان حکومت له کنټرول څخه ووته. د کندز ولایت د قلعه‌زال ولسوالۍ، چې د دغه ولایت له څوو ولسوالیو سره پوله لري، یوه ستراتیژیکه ولسوالۍ شمیرل کېږي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21163


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>