Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21187

د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۱۰ هېوادونو کې کورنۍ جګړې

$
0
0
د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د یاد مرکز رئیس، ډاکتر جان‎ چپ‎من ویلي دي چې سوریې کې تېر کال بیا تر ټولو ډېره د ملکي کسانو مرګ‎ژوبله درلوده او ورپسې مکسکو، عراق او افغانستان ولاړ دي. دی زیاتوي، سره له دې چې د نړۍ په هېوادونو کې کورنۍ جګړې زیاتې شوې دي، خو د ملکي کسانو مرګ ژوبلې شمېر د ۲۰۱۵ زیږدیز کال په پرتله زیاته شوې ده. ښاغلي چپ‎من څرګنده کړې ده:"که څه هم په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې وړم کال په پرتله مرګ ژوبله کمه شوې ده، خو کورنیو جګړو دوام درلود، دېرې نښتې د منځني ختیځ په هېوادونو لکه سوریې، عراق او لیبیا کې وې، خو مکسیکو کې هم جګړې د مافیا له ډلو سره وې په دې نښتو کې ۲۳ زره کسان وژل شوي دي." دی په دې هېوادونو کې د جګړو لامل "کمزوري او ناکاره" حکومتونه بولي. نوموړي وړاندې ویلي دي:"دا ډول جګړې د کمزورو حکومتونو په شتون کې زیاتې شوې دي، د ښې حکومتولۍ پرته به دا جګړې دوام ولري." د دې راپور موندنې ښیې په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې کورنیو جګړو افغانستان کې د ۱۶ زرو او عراق کې ۱۷ زرو کسانو ژوند اخیستی دی او سوریه د دې نوملړ په سر کې راځي چې ۵۰ زره کسان وژل شوي دي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21187


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>