$ 0 0 د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د خوږیانو ولسوالی لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال وژل شوی. د ننګرهار امنیه قوماندانی په یوه بیان کې لیکلي، چې د خوږیاڼو لپاره د وسله والو طالبانو تش په نوم نومول شول ولسوال ووژل شو. خبرپاڼه زیاتوي، چې د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند په په کوز بیار سیمه کې تېره ورځ ناوخته د نښتې پر مهال د خوږیاڼو ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو تش په نوم نومول شول ولسوال وفیع الله چې مشهور په عمر وو، ووژل شو او د هغه یو بل ملګری عنایت الله چې مشهور په مدثر وو، ټپي شوی دی . د امنیه قوماندانی په وینا، یاد وسله وال مخالفین هغه مهال ووژل شول،کله چې په سیمه کې د ملکي وګړو سره په نښته اخته شوي و،چې د نښتې پر مهال د ملي اردو ځواکونه هم سیمې ته ورسیدل او له امله یې یاده مرګ ژوبله وسله والو طالبانو ته واوښته . د مخالیفو وسله والو ډلو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي. ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.