$ 0 0 د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، فاریاب ولایت کې د پوځي چارواکي څرګندوي چې د طالبانو قومندان، شېرشاه فرقاندوست په ګډون د دې ډلې ۸ غړي د افغان ځواکونو په پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي. دا چارواکي زیاتوي چې په دې عملیاتو کې د طالبانو ۶ نور غړي ټپیان دي. د ۲۰۹ شاهین قول اردو لومړۍ لوا قومندان، جنرال جنتګل کړوخېل وايي چې وسلهوالو ته د "نوید ۲" عملیاتو په ترڅ کې مرګ ژوبله اوښتې چې له یوې میاشتې راهیسې د فرایاب په پښتونکوټ کې دوام لري. دی زیاتوي چې د بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونو په مرسته د پښتونکوټ ولسوالۍ په آقدرې سیمه کې د طالبانو دوه مرکزونه له منځهوړل شوي او ورته مرګ ژوبله اوښتې ده. نوموړي همداراز د عملیاتو په ترڅ کې ملي اردو لومړۍ لوا سکرترړ، بریدمل محمد رومل هم وژل شوی دی. ښاغلي فرقاندوست په دې اړه نور جزئیات ورنکړل.