Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

د سالنګ لویه لاری تړل کید د مسافرینو پرمخ

$
0
0
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، د سالنګ لویه لاره نن(شنبې د سلواغې۳۰مه) یوځل بیا د مسافرینو تګ راتګ په موخه تړل شوې ده. د سالنګونو د ساتنې رئیس، جنرال رجب وایي چې په سویلي سالنګ کې د واورو او طوفانونو د دوام له امله دا لویه لار د تګ و راتګ پرمخ وتړل شوه. نوموړی له ټولو مسافرینو څخه غواړي چې د حالت تر ښه کېدو پورې له دې لارې څخه تګ و راتګ ونکړي. دا په داسې حال کې ده چې هر کال د ورښتونو له امله په سالنګونو کې خلک د تګ راتګ پر مهال له ستونزو سره مخامخ کېږي. د سالنګ د لویې لارې خرابوالي پر دغې لارې تګ راتګ ډیر ستونزمن کړی دی. یو شمېر موټر چلونکي وايي، د ژمي په رارسېدو سره ډیری هیوادوال د سالنګ په لویه لار د مرګ له خطر سره مخامخ دي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>