Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21143

افغانستان له پاکستان څخه د ترهګرو پروړاندې د جدي اقدام غوښتنه کړې

$
0
0
افغانستان له پاکستان څخه غوښتي چې د ترهګرو د بشپړ له منځه وړلو د طرحې په اړه هوکړه وکړي. ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پاکستان په سند ایالت کې د لعل شهباز قلندر په زیارت کې د ترهګریز برید په غبرګون ټینګار وکړ چې د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه افغانستان او پاکستان باید د ترهګرو پر وړاندې ګډه او هر اړخیزه مبارزه وکړي. د خبرپاڼې له مخې، افغان حکومت تمه لري چې پاکستان د ترهګرو پروړاندې ژر تر ژر عملي ګام پورته کړي. افغان حکومت له ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې تګلاره د سولې څلور اړخیزه غونډه معبره سند ګڼي او ټینګار کوي چې اوس د دې وخت رسیدلی څو پاکستان د دې سند مواد عملي. د سولې څلور اړخیزه ناستې د افغانستان، امریکا، چین او پاکستان استازو د یوې بیانیې په خپرولو سره د طالبانو له ډلې غوښتي چې د افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو لپاره چمتو شي او خپلې ستونزې له سیاسي لارو هوارې کړي. دې ناسته کې د څلورو هېوادونو استازو په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره پر یوې"تګلارې" سره بحث وکړ. د افغانستان په استازې‎توب حکمت خلیل کرزي، له پاکستان څخه اعزاز احمد چوهدري، د امریکا له‎خوا په افغانستان کې د دغه هېواد سفیر مایکل مکنلي او د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي دینګ ژيون په دغې ناسته کې ګډون کړی وه. د دې ډلې په خپره شوې بیانیه کې راغلي وو:" ګډې بیانیې ته په کتو سره چې د ۲۰۱۶ کال په جنوري کې خپره شوه، دغې ډلې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو چټکتیا لپاره پر یوې تګلارې بحث وکړ او دا د یادې ډلې ګډې موخې ښکاره کوي." بیانیې همداراز زیاته کړې وه:"د دغه تګلارې موخه دا ده چې د سولې خبرو اترو لپاره یو مناسب چاپېریال برابر شي او د افغانستان دولت او طالبانو استازو ترمنځ د سولې خبرو اترو لپاره یو د افغانانو ترمنځ خبرو ته زمینه برابرول اړین دي تر څو تاوتریخوالی کم او د افغانستان او سیمي لپاره سوله راوړي." د بیانیې په دوام کې زیاته شوې وه:"د دغه تګلارې موخه دا ده چې د افغانستان د سولې څلور اړخیزې ناستې ګډون کوونکو د طالبانو له ټولو ډلو غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره د افغانستان له دولت سره خبرې اترې پيل کړي ترڅو د یوې سیاسې حل‎لارې د افغانستان خلکو غوښتنو سره سم او همداراز د هغو هېوادونو غوښتنو سره په مطابقت کې چې په افغانستان کې سوله غواړي ستونزې هوارې شي." په همدې حال کې یو ځل ولسمشرۍ ماڼۍ پاکستان کې د برید غندلو سره په خپره شوې خبرپاڼه کې(د سلواغې۲۹مه) له پاکستان څخه غوښتي چې د هغو تروریستي ډلو په ضد چې د هغه هېواد په خاوره کې فعالیت لري او افغانستان تهدیدوي، عاجل اقدامات وکړي او په عملي او موثره توګه مبارزه وکړي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21143


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>