Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

په ننګرهار کې د داعش ډلې 34 غړو وژل کېدل

$
0
0
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې،د ننګرهار ولایت سیمه‎ییزو چارواکو د شنبې پر ورځ(د سلواغې۳۰مه) د یاد ولایت په هسکه‎مېنې ولسوالۍ کې د د کابو ۳۴ داعش وسله‎والو له وژل کېدو خبر ورکړ. د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوګیانی زیاتوي چې د وژل شویو وسله‎والو ترڅنګ ۱۶ تنه ټپیان شوي او ۷ تنه نور د افغان ځواکونو له‎خوا نیول شوي دي. دی وړاندې وايي چې په وژل شویو او ټپیانو کې بهرني وکړي هم شامل دي. په همدې حال کې د پنج‎شنبې پر ورځ د افغان ځواکونو پر پوستو د افغان ځواکونو په برید کې ۱۷ تنه افغان سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د ننګرهار ولایتي شورا غړي وايي چې د داعش وسله‎والو په هسکه‎مېنې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو له څو خواوو برید کړی وه. د ننګرهار والي، ګلاب منګل هم په دې برید کې د افغان سرتېرو وژل تائیدوي، خو کره شمېر په اړه څه نه وايي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>