$ 0 0 د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د یاد وزارت سیاسي مرستیال، حکمتخلیل کرزي او د سرپرست وزیر، صلاحالدین رباني د جمعې پر ورځ(د سلواغې۲۹مه) د پاکستان سفیر، ابرار حسین احضار کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفیر د ننګرهار ولایت پر لعلپور ولسوالۍ د پاکستاني ځواکونو وروستیو توپخونو بریدونو په غبرګون کې احضار کړی دی. په دې لیدنه کې ښاغلي کرزي لومړۍ د پاکستان خلکو ته د وروستي برید په اړه خپله ډاډګېرنه وړاندې کړې او ویلي دي چې د افغانستان خلک پر دې وېر ښه پوهېدی شي، ځکه چې هره ورځ د ترهګریزو پېښو شاهدان وي. خبرپاڼه زیاتوي چې د افغانستان دولت په جدي ډول له پاکستان څخه غوښتنه کړې ده تر څو د هغو ترهګرو پر وړاندې جدي اقدام وکړي چې په دې هېواد کې پټنځایونه لري. په دې لیدنه کې همداراز د افغانستان په ختیځ ولایت کې د پاکستاني پوځیانو لهخوا د توپخونو بریدونو په اړه چې په ترڅ کې یې یوه ښځه له خپل ماشوم سره ووژل شوه، د رڼښت غوښتنه کړې ده. افغان لوري دا بریدونه غندلي دي. خبرپاڼه زیاتوي چې ښاغلي کرزي همداراز په پاکستان کې د ۱۵۰ افغان کډوالو نیولو، د تورخم او چمن دروازو تړل کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د یادې دروازې د پرانیستلو غوښتنه یې کړې ده. په همدې حال کې د پاکستان سفیر ویلي چې یاد شوي موضوعات به د خپل هېواد له چارواکو سره شریک کړي.