$ 0 0 امنیتي چارواکي ویلی دي، په ننګرهار کې د هوايي بریدونو پر مهال د داعش ۱۳ تنه وسله وال وژل شوي دي. د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي زیاتوي، چې دغه بریدونه تېره ورځ د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې شوي. د ننګرهار ولایت د امینه قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه بریدونه د هسکې مېنې په تاراک غوندۍ او شخېه کلا سیمو کې تر سره شوي دي. سرچنیووايي، یاد داعشیان د اچین او هسکې مېنې په ولسوالیو کې د بهرنیو ځواکونو د بېپیلوټه الوتکو په هوايي برید کې وژل شوي دي.