Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21205

دکارتی سخي برید په ترڅ کې ۱۴ تنه وژل شوي

$
0
0
د چهارشنبې په شپه د کابل د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د کارتې سخي پر زیارت د عاشورا پر مراسمو وسله ‎واله حمله وشوه. دافغان غږ(آوا) آژانس خبرله مخی، که څه هم امنیتي مسؤلین د کابل د کارتې سخي د تېرې شپې په پېښه کې د وژل شویو شمېر ۱۴ او د ټپيانو شمېر ۴۱تنه ښيي، خو د روغتونونو مسؤلین ویلی دی چې د یادې پېښې د قربانیانوشمېر له دې نه زیات دی. چارواکی وای، بریدګرو د سخي زیارته له ننوتو څخه وروسته پر عزا لرونکو برید وکړ، د پېښې په سیمه کې عیني شاهدان ویلي دي چې هغوی د یوې چاودنې غږ هم اورېدلی. د کابل د پولیسو چارواکي وايي چې د دغه برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي او د دریمې حوزې د امر په ګډون ۲۴ تنه نور ټپیان شوي دي. د وژل شوي په ډله کې د پولیسو یو سرتېری هم شامل دی. ویل ګږی، چی د پېښې له ځایه ۵۳ تنه ټپيان او ۱۴ مړي روغتون ته راوړل شوي، هغه ټپیان چې د درمنلې وړ و، تداوي یې شوې او د ژورو ټپونو ټپیان بستر دي. په همدې حال کې ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پر عزالرونکو برید د اسلامي لارښوونو په خلاف بولي او هغه یې وغنده. د خراسان په نوم د داعش وسله والې ډلې یوې څانګې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ددې حملې مسؤلیت په غاړه اخیستی.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21205