سید محمود دانش، د قندوز د والی ویاند ددی حادثی په قبلولو سره وایی چی دا کارکوونکی د قندوز څخه و بغلان ته د سفر په حال کی وو او دعلی آباد په منطقه کی تښتول سوی دی.
ښاغلی دانش وایی، د تښتوونکی د ابتدایی ګزارشونو په اساس دا کسان یی د خان آباد ولسوالی لوری ته انتقال ورکړی دی.
د قندوز د پولیسو ویاند وایی چی تر اوسه ددی کارکوونکو اصلی هویت نه دی مشخص سوی.
د سید محمود دانش په وینا، ددی حادثی د څیړنی لپاره هڅی شروع سوی دی او امنیتی ځواکونه په منطقه کی اعزام سوی دی.
په افغانستان کی دکارکوونکی تښتیدنه کم سابقه نه دی. څو ځلی بیله مرزه ډاکټران، ماین پاکوونکی او د حلال احمر کارکوونکی تښتول سوی دی. او هم ځینی وختونه د کارکوونکی مرګ دځانه سره درلودلی دی.