Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

د روسیی سفیر په آنکارا کی د مرمی د ډزی پواسطه ووژل سو

$
0
0
د آوا په ګزارش سره، د ترکیی تلویزیون ګزارش ورکړ یو ناشناس مسلح کس د روسیی و سفیر باندی په ډزی سره په آنکارا کی هغه په قتل ورساوه.  د آسوشیتدپرس خبرپاڼه وایی آندری کارلوف، د روسیی سفیر د تصویرونو د یو نندارتون څخه د کتنی په حال کی د یو ناشناس کس د حملی لاندی قرار ونیوی. ځینی خبری منابع وایی چی پر نورو خلګو باندی هم ډزی کړی دی او دهغه سره د امنیتی ځواکونو جنګ ادامه لری. د روس مقامات د حریت و ورځپاڼی ته وویل چی ددی حملی عوامل، د تکفیریانو څخه وو. ددی حملی په ترڅ کی ولادیمیر پوتین، د روسیی رییس جمهور د سرګنی لاوروف، د خارجی وزیر او دهیواد دامنیتی سازمانونو سرانو سره یو ناسته جوړه کړه. کرملین اعلان کړ چی د روسیی پر سفیر باندی د حملی عامل، د امنیتی ځواکونوسره په جنګ کی وژل سوی دی. د فرانسی خبرګزاری د یو عینی شاهد څخه په نقل سره وویل چی مهاجم د حملی په وخت کی، د حلب انتقام شعار یی سر کړی وو.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123