$ 0 0 د آآوا دخبرګزاری له مخی :د هرات حوزوي روغتون چارواکي وايي چې دې روغتون ته دوې ښځې چې په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي، وروړل شوې. د یاد روغتون چارواکي زیاتوي چې یوه ځوانه ښځه ده چې کابو ۲۷ کاله عمر لري او په ډزو سره وژل شوې او پولیسو یې مړی د هرات ولایت پنځمې ناحیې د باغ زبیده له سیمې مړی روغتون ته لېږدولی دی. دوهمه وژل شوې ښځه هم چې ۶۰ کاله عمر لري د خپل زوی لخوا وژل شوې ده او د یاد ولایت له کارتې سیمې څخه روغتون ته لیږدول شوې. ویل شوي چې امنیتي برخو د پېښو د عاملینو نیولو او د پېښې څرنګوالي په اړه څېړنې پیل کړې دي.