Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

جمهوررئیس غني د پوهنې وزارت د ۱۰۰۷ ښوونځیو په اړه د تخنیکي کمېټې د موندنو راپور واورېد

$
0
0
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون ماښام د پوهنې او کلیو پراختیا وزارتونو له تخنیکي ټیمونو سره په کتنه کې د پوهنې وزارت د ۱۰۰۷ ښوونځیو په اړه د کلیو پراختیا وزارت د انسټیټیوټ په مشرۍ د تخنیکي کمېټې د سروې د موندنو راپور واورېد. په پیل کې د کلیو پراختیا وزارت د برنامو معین احمدشهیر شهریار په معلوماتي بانک (ډیټابیس) کې د ثبت ۱۰۰۷ ښوونځیو د معلوماتو د ارزونې او ارقامو د تثبیت په اړه د سروې د ترسره کولو پرمهال د پوهنې وزارت د مسوولینو له مرستې او همکارۍڅخه، مننه وکړه. ورپسې د کلیو پراختیا وزارت د انسټیيوټ رئیس مختار غفارزوی، د تخنیکي کمېټې په استازیتوب د ۱۰۰۷ ښوونخیو په اړه د ترسره شوې سروې او ارزونې موندنې د غونډې له ګډونوالو سره شریکې کړې. ښاغلي غفارزوی وویل، دغه سروې او ارزونه په ټول افغانستان کې د سروې شویو ښوونځیو له لارې د ښوونکو او کارکوونکو، د بې ودانیو ښوونځیو، پر وخت د تنخوا د ترلاسه کوونکو ښوونکو او په نښه شویو ښوونځیو کې د زده کوونکو د حقیقي شمېر د معلومولو اوله پالیسۍ جوړونکو او شریکانو سره د هغو د شریکولو په موخه ترسره شوې ده. نوموړي وویل، د کلیو پراختیا وزارت د انسټیټیوټ ۱۰۲ تنه باتجربه معلومات ټولونکو د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ۱۱۶ ولسوالیو کې له ۵۰۱۳ ښوونځیو څخه په ۱۰۰۷ ښوونځیو کې دغه سروې کړې ده. د دغې سروې لومړی شاخص معلوماتي بانک کې د ښوونځیو د شمېر د ارزونې او تثبیت په اړه دی. پوهنې وزارت ویلي وو چې د ۱۰۰۷ ښوونځیو له جملې ۹۹۱ ښوونځي فعال او ۱۶ښوونځي غیر فعال دي، خو د سروې د موندنو له مخې ۹۷۳ ښوونځي فعال او ۳۴ ښوونځي غیر فعال دي. د پوهنې وزارت او د تخنیکي کمېټې د سروې د موندنو پرتلنه ښیي چې پوهنې وزارت ۲۶ غیر فعال ښوونځي فعال ښودلي وو. د دغو غیر فعالو ښوونځیو له جملې څخه یې پنځه ښوونځي له یو کال څخه زیات وخت راهیسې، ۹ ښوونځي له ۱-۱۲ میاشتو راهیسې او ۱۲ ښوونځي له څه کم یوې میاشتې راهیسې غیر فعال دي. همدارنګه د سروې د معلوماتو له مخې پوهنې وزارت ۸ فعال ښوونځي غیر فعال ښودلي دي. د تخنیکي کمېټې له لوري د ترسره شوې سروې دویم شاخص د ودانیو لرونکو او بې ودانیو ښوونځیو د شمېر د تثبیت په اړه دی. د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې ۶۵۷ ښوونځي ودانۍ لري، ۲۸۹ ښوونځي بې ودانۍ دي او د ۱۸ ښوونځيو ودانۍ د جوړولو په حال کې دي. د تخنیکي کمېټې د سروې موندنې ښیي چې ۷۲۰ ښوونځي ودانۍ لري، ۲۳۱ښوونځي بې ودانیو دي او د ۱۳ ښوونځیو ودانۍ د رغاونې په حال کې دي. د پوهنې وزارت او د تخنیکي کمېټې د پورتنیو معلوماتو له پرتلنې څخه په ډاګه کېږي چې پوهنې وزارت ۳۰ بې ودانیو ښوونځي په ودانیو لرونکو ښوونځیو کې شمېرلي وو. همدارنګه پوهنې وزارت ویلي وو چې ۸۹ ښوونځي ودانۍ نلري، حال دا چې د سروې د موندنو له موخې دغو ښوونځيو ودانۍ لرلې . دریم شاخص د ښوونځیو د کارکوونکو د شمېر او د حاضرو ښوونکو او کارکوونکو د تثبیت په اړه دی. د پوهنې وزارت د معلوماتو او د سروې د موندنو له مخې ۳۵۵ ښوونځي ۵۳۱۴ تنه کارکوونکي لري. پوهنې وزارت په ۱۹۰ ښوونځیو کې ۴۸۹۰ تنه کارکوونکي ښودلي او د سروې موندنې دا شمېر ۴۱۸۳ ښیي. همدارنګه پوهنې وزارت په ۳۸۹ ښوونځیو کې د کارکوونکو شمېر ۶۵۶۳ ښودلی او د سروې د معلوماتو په اساس دا شمېر ۷۸۱۱ دی. پوهنې وزارت په ۹۳۴ ښوونځیو کې د ښوونکو شمېر ۱۶۸۵۷ تنه ښودلی او د سروې موندنې دا شمېر ۱۷۳۰۸ تنه ښیي. د سروې څلورم شاخص د ښوونکو دشمېر او تنخواګانو د اخیستلو په اړه دی. د پوهنې وزارت او د سروې موندې په ۳۱۰ ښوونخیو کې د ښوونکو شمېر ۳۲۸۱ ښیي. پوهنې وزارت په ۲۵۲ ښوونځیو کې د ښوونکو شمېر ۴۵۳۲ او سروې دا شمېر ۳۷۵۴ښیي. پوهنې وزارت په ۳۷۲ښوونځیو کې د ښوونکو شمېر ۴۹۸۵ او سروې یې ۶۰۴۴ ښیي. په دغو ټولو ۹۳۴ ښوونځیو کې پوهنې وزارت د ښوونکو شمېر ۱۲۷۹۸ ښیي او د سروې موندنې دا شمېر ۱۳۰۷۹ښیي. همدارنګه په ۴۱۷ ښوونځیو کې پوهنې وزارت او د سروې موندې د کارکوونکو شمېر ۱۵۹۲ښیي. پوهنې وزارت په ۲۰۸ ښوونځیو کې د کارکونکو شمېر ۱۴۲۱ او سروې یې ۱۰۲۰ښیي. پوهنې وزارت په ۳۰۹ ښوونخیو کې دکارکوونکو شمېر ۱۰۴۶ او سروې یې ۱۶۱۷ یادوي. پوهنې وزارت په ټولو ۹۳۴ ښوونځیو کې د کارکوونکو شمېر ۴۰۵۹ او د سروې معلومات یې ۴۲۲۹ ښیي. د تخنیکي کمېټې د معلوماتو له مخې ۴۹۰۵ښوونکي څه کم یوه میاشت په ځنډ، ۹۷۴۱ ښوونکي ۱-۲ میاشتې په ځنډ، ۱۵۸۲ تنه ښوونکي ۲-۳ میاشتې په ځنډ او ۱۴۰۶ تنه ښوونکي له درې میاشتو په ډېر ځنډ وروسته خپلې تنخواګانې ترلاسه کوي. د دغې سروې پنځم شاخص د په نښه شویو ښوونځیو د زده کوونکو د حقیقي شمېر په هکله دی. پوهنې وزارت او د سروې معلومات په ۵۰ ښوونځیو کې د زده کوونکو شمېر ۲۴۵۷۲ښیي. پوهنې وزارت په ۵۵۶ ښوونځیو کې د زده کوونکو شمېر ۳۶۲۷۶۳ او سروې همدغه معلومات ۳۱۶۸۳۹ښیي. پوهنې وزارت په ۳۳۸ښوونځیو کې د زده کوونکو شمېر ۲۳۳۱۳۱ او سرویې یې ۲۵۵۶۵۱ښیي. پوهنې وزارت په دغو ټولو ۹۴۶ښوونځیو کې د زده کوونکو شمېر ۶۲۰۴۶۶ښیي او د سروې د موندنو له مخې د زده کوونکو شمېر ۵۹۷۰۶۲ دی. د پوهنې وزارت د عمومي تعلیماتو معین ډاکټر محمد ابراهیم شینواري د کلیو پراختیا وزارت د انسټیټیوټ په مشرۍ له دغې تخنیکي کمېټې څخه د دوی د ښه کار له امله مننه وکړه او وې ویل، موږ به په ګډه همکارۍ د پوهنې وزارت د ښوونخیو ستونزې تشخیص کړو. ښاغلي شینواري وویل، پوهنې وزارت دې ته ژمن دی چې افغان زده کوونکو ته د باکیفیته زده کړې اسانتیاوې برابرې او په دې برخه کې شته ستونزې هوارې کړي، ترڅو د زده کړو کیفیت لوړ او د معارف په برخه کې مثبت تحول رامنځته شي. جمهور رئیس غني د دوی د معلوماتو او څرګندونو له اورېدلو وروسته له تخنیکي کمېټې څخه د ترسره شوې سروې او پرمختګ له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، باکیفیته معارف زموږ له لومړیتوبونو څخه دی او په سږني ژمي کې باید د معارف په برخه کې شته ستونزې تشخیص او مناسبې حل لارې ورته ولټول شي. د هېواد جمهور رئیس د پوهنې وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د معارف د کیفیت د لوړوالي او ښه والي په موخه دې منظمه طرحه ترتیب او له جمهوري ریاست سره شریکه کړي. هغه زیاته کړه، پوهنې وزارت باید د معلوماتو د مدیریت په برخه کې خپل ظرفیت لوړ کړي او خپل ټول معلومات د ښه والي او شفافیت په موخه له خلکو سره شریک کړي. جمهور رئیس غني وویل، حکومت دېته ژمن دی چې ځوان نسل ته د باکیفیته زده کړو اسانتیاوې برابرې او د معارف په برخه کې شوي کارونه او پرمختګونه پر وخت له خلکو سره شریک کړي.. محمد اشرف غني ټینګار وکړ، چې د ټولو ښوونکو تنخواګانې دې پر خپل وخت ورکړل شي او په دې برخه کې د شته ستونزو د له منځه وړلو لپاره دې مناسبې او اساسي لارې ولټول شي، تر څو ښوونکي پر وخت خپل معاشونه ترلاسه کړي. جمهور رئیس غني وویل، پوهنې وزارت دې د واضح پلان له مخې په لومړي پړاو کې د پوهنې وزارت اساسي ستونزې تشخیص او حل کړي او په دویم پړاو کې دې د پوهنې وزارت ټول ارقام او معلومات تثبیت او د پوهنې کیفیت لوړ کړي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123