Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21215

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د ځمکو او اوبو عالي شورا غونډه وکړه

$
0
0
په پیل کې دانرژۍ او اوبو وزیر د امو سیند د څنډو د تحکیم پیشنهادي طرحه په غونډه کې مطرح کړه. هغه د امو سیند د سواحلو د وضعیت د څرنګوالي په هکله مفصل راپور او همدارنګه په دې اړه ستونزې او وړاندیزونه وړاندې کړل. ورپسې د انرژۍ او اوبو وزارت سلاکار په دې هکله د یاد وزارت د پروګرامونود تشریح پرمهال وویل، پخوا د امو سیند د څنډو تحکیم ته د ځانګړې پاملرنې د نشتوالي له امله دغه سواحل زیات تخریب شوي دي. هغه زیاته کړه، اوس د سیاسي ارادې شتون، د ځمکو خپلواکې ادارې، د تخنیکي او تخصصي ظرفیتونو زیاتوالی، د تمویلونکو لېوالتیا، د سېلابونو او اضافي اوبو د مدیریت د پالیسۍ او ستراتیژي موجودیت د دې لامل شوې چې د امو سیند څنډو ته زیاته پاملرنه وشي. د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار وړاندیز وکړ، چې د دې وزارت په چوکاټ کې دې د مالي او تخنیکي امکاناتو په چوکاټ کې په لازم ظرفیت او صلاحیتونو سره یوه نوې اداره ایجاد شي، تر څو د کار بهیر چټک شي. همدارنګه هغه د سواحلو د تثبیت او په نښه کولو، د امو سیند د څنډو د تحکیم د ماسټر پلان برابرول، د طبیعي منابعو ساتنه، د سواحلو د مسیر زون بندي، د تمویلوونکو هڅول او د امو سیند د څنډو دواړو غاړو ته د تحکیماتي پروژو تطبیق، د مالیې وزارت په واسطه د ملي برنامو لپاره د اړتیا وړ کافي بودجې او پروخت تخصیص او د لازم تحکیماتي تمویل په موخه د ګاونډیو هېوادونو هڅول، مطرح کړل. په غونډه کې د صنعتګرانو اتحادیې استازي جامي زاده وویل، د امو سیند د څنډو د تحکیم کارۍ لپاره باید منظم پلان وجود ولري او له دقیقو مطالعاتو وروسته د ملي پروژې په توګه د اوبو او انرژۍ وزارت بودجه کې شامل شي، تر څو اصولي تحکیم وشي. د جمهور رئیس سلاکار عباس بصیر وویل، د امو سیند د سواحلو د تحکیم لپاره ګډ مدیریت لازم دی او له بین المللي مرستو دې هم په دې برخه کې ګټه واخیستل شي. د افغانستان د ځمکو خپلواکې ادارې رئیس جواد پیکار وویل، کرنې وزارت او د چاپیریال ساتنې اداره دې د نی زارونو د زرغونېدو لپاره په ځانګړي ډول د امو سیند په سواحلو کې کار وکړي. د هېواد جمهور رئیس د یادو معلوماتو له اورېدو وروسته وویل، د امو سیند د سواحلو تحکیم یوه ځانګړې او ملي موضوع ده او په دې برخه کې باید یوه تخنیکي ډله تشکیل شي، تر څو د امو سیند څنډې په هراړخیزه توګه مطالعه کړي. هغه زیاته کړه،په دې برخه کې دې مختلف موډلونه وارزول شي او د نړیوال بانک او اسیایي بانک له لارې د منابعو د جذب په هکله دې مفصل بحث وشي. محمد اشرف غني زیاته کړه، د امو سیند د سواحلو د تحکیم په موخه د منظمې او هر اړخیزې پلانګذارۍ د ایجاد او وضع کولو لپاره باید یوه اداره ایجاد شي. په غونډه کې د ځمکو د خپلواکې ادارې رئیس د دې ادارې د فعالیت او اجراتو د طرز مسوده مطرحه کړه. د جمهور رئیس دویم مرستیال محمد سرور دانش وویل، هره اداره باید ځانګړې او جامع مقرره ولري، له دې مه واره به د کار بهیر سخت شي. هغه د ځمکو خپلواکې ادارې په زیاتې پیاوړتیا او انسجام ټینګار وکړ. همدارنګه د هېواد جمهور رئیس وویل، په هره اداره کې د مقررې لرلو فرهنګ ضروري دی، د ځمکو اداره دې پر پروژو خپل رول ولري او د استملاک لپاره دې ظرفیت رامنځته شي. هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان اراضي باید تثبیت شي. له هر اړخیز بحث وروسته د ځمکو ادارې برابره شوې مسوده په پرنسیپ کې تصویب کړه. همدارنګه د انرژۍ او اوبو وزیر د سېلاب او وچکالي د وړاندوینې او هشدار ورکولولپاره د معلوماتو د ارقامو شریکولو پیشنهادي میکانیزم په غونډه کې مطرح کړ او غونډې تائید کړ.# ارګ-ریاست جمهوری

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21215


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>