$ 0 0 د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، دغه وسله وال پرون د دي ولایت په برګ مټال ولسوالۍ کې وژل شوي دي. د برګ مټال ولسوال محمد اسماعیل ویلی دی، وسله والو مخالفینو غوښتل په برګ مټال ولسوالی دنورستان ولایت ډلیز برید وکړي، خو افغان ځواکونو حمله کړي او ویې وژل. وسله والو مخالفنیو تر اوسه په دې اړه رسنیوته څه نه دي ویلي.