Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21187

جمهوررئیس غني د هند له رسمي سفر وروسته هېواد ته راستون شو

$
0
0
جمهور رئیس غني د اسیا زړه کنفرانس په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو مقاماتو سره د کتنو پرمهال نن سهار د هند لومړي وزیر نریندرا مودي سره د هغه په استوګنځی تاج هوټل کې، وکتل. د هند لومړي وزیر نریندرا مودي له جمهور رئیس غني څخه له دې امله مننه وکړه، چې د اسیا زړه کنفرانس په پرانیسته کې د ګډون لپاره یې د ده بلنه ومنله. هغه زیاته کړه، دا کنفرانس به د افغانستان لپاره د امنیت، ثبات او اقتصادي همکاریو په برخه کې ښې پایلې ولري. ښاغلي مودي جمهور رئیس ته ډاډ ورکړ ، چې د هند خلک او حکومت تل ستاسو او د افغانستان خلکو سره دي او موږ به له افغانستان سره د ښوونې او روزنې، سټلایټ د اوبو د مدیریت، د کبانو د پروژې، ارتباطاتو، ترانزیت او نورو برخو کې خپله همکاري دوامداره وساتو. ناریندرا مودي څرګنده کړه، چې تروریزم د سیمې او خصوصاً د افغانستان او هند د ثبات او پرمختګ لپاره ګډ خطر دی او د دفعه کولو په برخه کې یې هند له افغانستان سره هر اړخیزو همکاریو ته تیار دی. د هند لومړي وزیر وویل، د چابهار د تاسیساتو کار په چټکۍ روان دی او په اړه یې وخت پر وخت د وزیرانو په کچه ناستې ترسره کېږي. هغه زیاته کړه، چابهار د سیمې د هېوادونو د سوداګرۍ د ودې او اقتصادي همکاریو په زیاتوالي کې موثر رول لري. ناریندرا مودي وویل، هند به افغان تاجرانو ته د زیاتو اسانتیاو په موخه پنځه کلنه ویزه ورکړي او همدارنګه د ډیپلومات پاسپورټ لرونکو افغانانوته د ویزې اړتیا نشته. هغه زیاته کړه، هند له افغانستان او د دغه هېواد له خلکو سره د زیاتو مرستو او اسانتیاو عملي هلې ځلې کوي. ښاغلي مودي وویل، له افغانستان سره د هند د حکومت د یو میلیارد ډالر مرستو د موثر لګولو او د افغانستان خلکو ته د ښو اسانتیاو په موخه دې د هند او افغانستان تخنیکي ټیمونه د دوی مهمې اړتیاوې او لومړیتوبونه تشخیص کړي. جمهور رئیس غني د هند له حکومت او په ځانګړي ډول د ناریندرا مودي له مېلمه پالنې، تاوده هرکلي او له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د هند د حکومت او خلکو له ارزښتناکو مرستو څخه مننه وکړه او وې ویل، د افغانستان او هند دوستانه اړیکې په مهمو ارزښتونو او متقابل درناوي ولاړې دي. د هېواد جمهور رئیس وویل، افغانستان له تروریزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لري او زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په پوره مېړانه او زړورتیا د هغوی پر وړاندې جنګېږي. هغه زیاته کړه، تروریزم د سیمې او نړۍ لپاره منځمهاله تهدید دی او د دغه تهدید د دفعه کولو لپاره د سیمې د هېوادونو همکاري مهمه ده. محمد اشرف غني وویل، د افغانستان او هند تر منځ د هوایي دهلېز کار په چټکۍ سره ادامه لري او د افغانستان د کرنیزو محصولاتو او صادراتو د ودې او د اوبو د مدیریت په برخه کې د هند همکارۍ ګټورې دي. ارګ-ریاست جمهور

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21187


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>