د رییس جمهور اشرف غنی اظهارات په مزارشریف کی د امنیتی ځواکونو په منځ کی د رسنیو په اړه، د رسنیو او په رسنیو کی د کارکوونکو د نارآرامتیا لامل سوی دی.
د آوا د خبرګزاری له مخی، رییس جمهور غنی، تیره اوونی په مزار شریف کی د ځینو امنیتی ځواکونو په منځ کی ویلی وو چی رسنیو څخه باد راوځی چی د رییس جمهور دا خبری د رسنیو، مدنی نهادونو، خلګو او ټولنیزی شبکو د عکس العمل لامل سوی دی.
حامد پویا، د رسنیو د بازار د نهاد رییس د رییس جمهور د اظهاراتو په اړه و آوا ته وویل، د رییس جمهور خبری په شکاره ډول سره توهین، رسنیو ته، خبرنګارانو ته او په عمومی ډول سره آزادی بیان ته دی.
هغه اضافه کړ، باید داسی خرابه مثال (باد) یی نه وای وهلی، هغه د آزادی بیان خدشه دار کړل او د بیان د آزادی پر تاریخ باندی توره پرده کش کړل.
پویا اضافه کړ، موږ هره ورځ د خبرنګارانو د ځلیدو، رسنیو او د بیان د آزادی د ځلیدو په هیواد کی شاهدان اوسیدلی یو او همداسی به یو. د بیان آزادی او خبرنګاران د رییس جمهور څخه دداسی خبری انتظار نه درلودی.
دهغه په وینا، د یو رییس جمهور لپاره باید د کلماتو انتخاب، د جملو انتخاب او همدارنګه د لحن انتخاب ورته ډیر مهم وی، ځکه چی هر څه چی درییس جمهور دخولی نه راوځی، ساده خبری او عادی وینا نه بلل کیږی او بی له شکه د هغه پر شا خلګ خپل تصورات لری.
هغه وویل، بی له شکه هغه غلطیانی چی تیره اوونی د رییس جمهور په ویناوو کی راشکاره سو، عادی او کوچنی غلطیانی نه دی چی دهغه څخه په سادګی سره تیر سو.
ریاست جمهوری باید هغو ارزشونو او فیصلو ته چی د قانونی مجراګانو څخه صورت نیولی دی، احترام وکړی.
هغه وویل چی رییس جمهور باید په خپلو ویناوو کی ډیر دقت وکړی او باید توجه ولری چی غوښتلی او نا غوښتلی یو داسی خبره ونه کړی چی عمومی نظم او آرامتیا ته زیان ورسوی.
پویا وویل که څه هم ریاست جمهوری دفتر په خپله پیغام کی رسنیو ته ویلی دی چی ګویا رییس جمهور رسنیو ته متوجه نه وو خو دا په دی معنی نه دی چی د خبرو څخه په دومره سادګی تیر سو.
پویا ټینګار وکړ چی زموږ غوښتنه د یو مقتدر رسانه ای نهاد په عنوان د رییس جمهور څخه د خبرنګارانو ملاتړ دا نه دی، تر څو دهغه څه څخه چی ویلی دی بخښه وغواړی او رسنی د نوازش لاندی قرار ورکړی. بغیر له هغه دداسی خبری راتلونکی به ډیر خطر ناک وی.
هغه تصریح کړ چی رییس جمهور باید د رسنیو څخه بخښه وغواړی.
داکتر عبدالله عبدالله د حکومت اجرایی رییس د جمعی په ورځ د جنرال محی الدین غوری د فاتحه خوانی په مراسمو کی په هرات کی وویل چی رسنی د امنیتی ځواکونو ترڅنګ په افغانستان کی تلاش کړی دی او قربانی ورکوی نو له دی مخی نه موږ ټول په یو صف کی ولاړ یو.
عبدالله عبدلله همدارنګه ټینګار وکړ چی د حکومت رهبران باید د افغانستان د قضایاوو سره په ناارامه ذهن سره چلند ونه کړی.
د ملی وحدت د حکومت اجرایی رییس په داسی حال کی درسنیو د کارکردونو څخه تقدیر وکړ چی ددی نه مخکی، اشرف غنی رییس جمهور د جنرال غوری د خاکسپاری په مراسمو کی ویلی وو چی د افغانستان د تلویزیونونو څخه باد راوځی.
د ښاغلی غنی دا اظهارات دډیر عکس العملونو سره مخ سوی دی او د افغانستان آزاد رسنی دریس جمهور څخه غوښتی دی چی بخښه دی وغواړی.