$ 0 0 دافغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، هلمند والي حیات الله حیات د یکشنبه ورځ په یاد ولایت کې رسنیو ته وویل، د طالبانو رهبري شورا لا هم په کوټه کې ده او ټول مشران یې هلته تګ راتګ لري. دوه اورځ ده مخي اسوشتید پریس د طالب سرچینو له قوله راپور ورکړ، چې طالبانو خپله شورا د افغانستان جنوبي ولایتونو په تېره بیا هلمند ته لېږدولې ده. خو د هلمند والي دغه څرګندونې په کلکه رد کړې دي. ښاغلي حیات په خپلو خبرو کې وویل« طالبان لا هم په پاکستان کې امن ځایونه لري، هلته یې مرکزونه دي، او له هغه ځایه په افغانستان کې جګړه رهبري کوي.» شورا لا هم کوټه کې ده او ډېری مشران او قوماندانان یې هلته ژوندی کوي او له هغه ځایه خپل فعالیتونه تنظیموي. د هلمند والی په خپلو خبرو کې زیاتیوی« طالبان لا هم په پاکستان کې امن ځایونه لري، هلته یې مرکزونه دي، او له هغه ځایه په افغانستان کې جګړه رهبري کوي.» هغه د هلمند له پاره د طالبانو نومول شوی والي د بېلګې په توګه یاد کړ او ویې ویل، چې د هلمند لپاره د طالبانو نومول شوی والي اونور کسان اوس هم کوټې ته تګ راتګ کوي او اوس هم د وسله والو طالبانو لوړ رتبه مشران او قومندانان په کوټه او پېښور کې ژوند کوي. حیات الله حیات مني، چې طالبانو هڅه کوله لښکرګا سقوط کړي او د کوټې شورا هلمند ته را ولېږدوي، خو په وینا یې دوی په دې کار بریالي نه شول.