$ 0 0 د آوا د خبرګزاری له مخی، امین الله امرخیل، د غزنی د پولیسو قوماندان نن یک شنبه په یو خبری ناسته کی په غزنی کی وویل: دا ډله ځینی کسان په مختلفو بهانو سره د هغه جملی څخه هغه کسان چی د لواط سره مینه درلودی، غوښتله او د خپل سکونت ځای ته یی دعوتوله. ښاغلی امرخیل اضافه کړ: هغه کسان چی ددی ډلی له خوا دعوتیدی، د هغوی د جنسی اړیکی څخه په ډیر ماهرانه توګه فیلم برداری یی کوی او دهغه وروسته هغوی یی تهدیدوی چی د پیسو د نه ورکولو په صورت کی، دهغوی فیلمونه نشروی. دا قوماندان اضافه کړ: دا اته کسیزه ډله، داسی ترفند د ځینو تاجرانو، دولتی کسانو، او دغزنی د ځینو نورو اوسیدونکو پواسطه، ترسره کړی دی او دهغوی څخه اخذی کړی دی. د امین الله امر خیل په وینا، پولیس خپل په دی عملیات کی، تقریبآ ۱۰۰ دانی سیدیانی او غیری اخلاقی فلمونه، یو کامپیوتر او یو هارددیسک ددی کسانو د ژوند د ځای څخه تر لاسه سوی دی.