$ 0 0 د کرنې په سکتور کې د افغانستان د ښځو د پیاوړتیا دویم ملي کنفرانس د شنبې په ورځ په کابل کې جوړ شو.د افغانستان لومړۍ میرمنې رولا غني په دغه کنفرانس کې وویل، د دې لپاره چې بزګرې ښځې په لویو سوداګریزو معاملو کې ګډون وشي کولی، باید حقوقي اسنادو ته لاسرسی ومومي.آغلې غني ټینګار وکړ، چې د کرنې په برخه کې له ښځو سره د تخنیکي او مسلکي مرستو تر څنګ باید له هغوی سره د حقوقي اسنادو په برابرولو کې همکاري وشي.هغې وویل، چې اوسمهال د افغان کارګرو ښځو ۶۶ فیصده د کرنې په سکتور کې کار کوي او زیاته یې کړه "اړتیا ده، چې حقوقي اسناد لکه، تذکره، د ځمکو د ملکیت سند، نکاحنامه د هغوی په واک کې ورکړل شي، ترڅو وکولای شي په لویو سوداګریزو معاملو او د بانکي پورونو په اخیستلو کې ګډون وکړي".د افغانستان لومړۍ میرمنې د کرنې په سکتور کې د افغانو ښځو ونډه مهمه وبلله او په دې برخه کې یې له هغوی څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ.د ملګرو ملتونو شمیرې ښيي، چې په افغانستان کې څه باندې ۶۰ فیصده ښځې د هویت اسناد یا تذکرې نه لري، چې په اکثرو مواردو کې د دغه سند د نه درلودلو له امله په مهمو مسئلو له ګډون کولو شاته پاتې کیږي.د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، چې په راتلونکي لمریز کال کې به د کروندګرو ښځو لپاره یو لړ مهمې پروژې عملي کړي.د کرنې وزیر نصیر احمد دُراني په نننۍ غونډه کې وویل، په دغه کال کې به ښځو ته ۲۷۴۰۰ کورني باغچې، ۱۰۳۰ شنې خونې، د مرخیړو د کرلو ۱۰۰ کروندې او د چرګانو ۱۷۲۱۶ فارمونه جوړ کړي.ښاغلي دُراني زیاته کړه، چې په دې موده کې به د شاتو د مچیو ۶۰۰ صندوقونه او د غذايي موادو د پروسس ۲۱ دستګاوې پر ښځو وویشل شي او دغه راز د هرات د کروندګرو شځو لپاره به د میوو د پروسس ۱۲ مرکزونه په دغه ولایت کې جوړ شي.د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د شمیرو له مخې، دغه وزارت په کابل او ولایتونو کې د کروندګرو ښځو لپاره نږدې ۵۲ زره کورنۍ باغچې جوړې کړي، شاوخوا ۴۸ ښځو ته یې کرنیز وسایل ورکړي دي او له کرنیزو وسایلو څخه د استفادې لپاره یې ښځو ته ۲۳ روزنیز مرکزونه جوړ کړي دي.