Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

استشهادي بریدونه سپیڅلي دي- حکمتیار

$
0
0
د حزب اسلامي رهبر انجنیر ګلبدین حکمتیار آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې په یو لړ بریدونو کې د بېګناه خلکو وژل حرام دي؛  خو استشهادي بریدونه سپیڅلي دي.ښاغلي حکمتیار د هغو بریدونو په اړه، چې په کې عام وګړي وژل کیږي ویلي: ټول هغه بریدونه، چې په کې بېګناه او بې وسلې خلک وژل کیږي؛ حرام دي، اسلام رد کړي او مونږ یې هم په سختو ټکو کې غندو.د حزب اسلامي رهبر انتحاري بریدونه حرام بولي؛ خو وایي: استشهادي بریدونه، چې موخه یې عام وګړي نه وي په اسلام کې سپیڅلي دي.د حزب اسلامي کسانو هم د سولې له بهیر سره له یوځای کیدو مخکې ځانمرګي بریدونه تر سره  کړي؛ خو د حزب رهبر حکمتیار په دې اړه داسې رڼا اچولې: تاسې وایئ انتحاري؛ خو مونږ وایو استشهادي؛ انتحاري هغه بریدونه دي، چې یو چاته ژوند تریخ شوی وي او له ژوندانه تېریږي او ځانوژنه کوي- انتحاري یعنې ځانوژنه. استشهادي هغه بریدونه دي، چې په کې مړه کیدل حتمي او سل په سلو کې یقیني وي؛ خو ابته سپیڅلو موخو ته. مونږ له دې بریدونو بشپړ ملاتړ کوو.ده دا هم ویلي، چې داعش د ایران له ملاتړه برخمن دی او د ایران لخوا افغانستان ته رالیږدول کیږي.د نوموړي په باور؛ وسلوال بریدګر د امنیتي ځواکونو په موترو کې رالیږدول کیږي او موخې یې هم په وسلوال پوځ کې د نفوذي کسانو لخوا ښکاره او ځانګړې کیږي.ښاغلی حکمتیار ملي وحدت حکومت ته په نغوته کې وویل، چې نه یوازې په خپلو کړنو کې ناکام دی، بلکې په نظام، حکومت او اداره کې دننه ځینې داسې کړۍ هم شته، چې په خپلو د تورو ښیښو موترو کې بریدګر له وسایلو سره رالیږدوي؛ ورته د بریدونو زمینه برابروي او د دولت له مخالفینو سره نه یوازې نېغه مرسته کوي، بلکې ملاتړ هم ترې څرګندوي.د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار له اوږدو خبرو اترو وروسته د ۱۳۹۵ کال د تلې په میاشت کې له ملي وحدت حکومت سره سیاسي هوکړې ته رسیدلی او دمګړۍ په کابل کې اوسیږي.د حزب اسلامي د بندیانو آزادیدل، د حزب د قومندانانو قضایي مصئونیت او د ښاغلي حکمتیار خوندیتوب د دغې سیاسي هوکړې غوره برخې ګڼل شوې دي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123