Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21258

کابل کې ۱۴۶ تنه د بېلا بېلو جرمونو په تړاو نیول شوي

$
0
0
په پلازمېنه کابل کې لږ تر لږه ۱۴۶ کسان د بېلا بېلا جرمونو په تړاو د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.په کابل کې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وایي، دغه کسان د ۱۲۴ بېلا بېلو پيښو په تړاو نیول شوي.چارواکي زیاتوي، چې امنیتي ځواکونو د سلواغې له پیل څخه تر ۱۴ نیټې پورې د کابل ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو او د ښار په مختلفو سیمو کې عملیات ترسره کړل چې په ترڅ کې یې ۱۴۶ کسان د قتل، غلا، قطاع الطریقي، د وسله والو غیر قانوني لیږد، او نورو جرمونو په تور نیول شوي.دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د هېواد په شو شمېر مهم ښارونو کې د کابل په ګډون په جنایي پیښو کې زیاتوالي راغلي دي.په همدې حال کې ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه ناوخته د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې څخه د لیدنې پر مهال مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې اړوندو بنسټونو سره د ښاریانو د امنیت د لا خوندیتوب په خاطر زیاتې هڅې وکړي او دغه راز یې په دې برخه کې د خلکو ونډه مهمه او ارزښتناکه وبلله.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21258


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>