Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21133

په غور کې یوې ۱۷ کلنې نجلې ځانوژنه کړې

$
0
0
د غور امنیه قومندانۍ ویاند آریانا نیوز ته ویلي دي، چې د غور ولایت د فیروز کوه ښار د سنګبار په کلې کې مهمانګل نومې ۱۷ کلنې نجلۍ د مږو دارو خوړلي او خپل خوږ ژوند یې له لاسه ورکړی دی. د غور امنیه قومندانۍ ویاند محمد اقبال نظامي زیاتوي دې نجلۍ د خپلو ستونزو له امله ځانوژنه کړې ده. د نظامي په وینا؛ نوموړې روغتون ته هم لیږدول شوې وه؛ خو ژوند یي له لاسه ورکړی دی. د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د نجونو ځانوژنه ډېره شوې، چې ورته یوه پېښه په سرپل ولایت کې د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ ځانوژنه ده، چې د کورنیو ستونزو له کبله یې د مږو دارو خولي وه. په هېواد کې کورنې ناخوالې، بېوسي، بې کسي او نا سم دودونه د ورته پېښو ستر لاملونه ګڼل کیږي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21133