Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

هرات کې د معارف یو سیمه‌ییز جګپوړی چارواکی نیول شوی

$
0
0
د هرات چارواکي د اداري فساد په تور د معارف د یوه سیمه‌ییز جګپوړي چارواکي د نیولو خبر ورکوي.د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وویل، د معارف ریاست د سواد د زده‌کړې امر د امنیتي ارګانونو له‌خوا توقیف شوی او نوموړی تورن دی چې د سواد د زده‌کړې له برخې سره د نړیوالو مؤسسو شوې مرستې یې بې‌ځایه لګولې دي.ښاغلي فرهاد وویل، تورن کس له یوې مودې راهیسې تر تعقیب لاندې و.د هرات د والي د ویاند په خبره، په وروستۍ یوه میاشت کې په دې ولایت کې د مختلفو دولتي ادارو له ۲۰ زیات کارکوونکي د اداري فساد په تور توقیف شوي دي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123