Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د نوي غړي د لوړي مراسم ترسره شول

$
0
0
د ولسمشرۍ د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې د سېشنبې پر ورځ(د مرمومې ۲۶) د ټاکنو خپلواک کمیسیون نوي غړي سیدحفیظ الله هاشمي د جمهوررییس محمد اشرف غني په شتوالي کې د لوړې مراسم پرځای کړل.د ولسمشرۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په دغو مراسمو کې، چې په ارګ کې ترسره شول، د ولسمرۍ دوه یم مرستیال محمد سرور دانش، د حکومت اجرائیه رییس داکتر عبدالله عبدالله، لوی څارنوال محمدفرید حمیدي، د سترې محکمې غړی قضاوتپوه محمد زمان سنګري او د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنرانو حضور درلود.د لوړې له مراسمو وروسته، د هېواد ولسمشر نوي کمیشنر سید حفیظ الله هاشمي ته د بریالیتوب هیله کړې او ورته یې د قانوني کړنو د ټینګار تر څنګ په ډاګه کړې، چې ستاسې تعهد له ملت سره دی او دغه تعهد باید پلی شي.دغه راز ولسمشر د ټاکنیزو کمیسیونونو پر اتفاق، همغږۍ او ګډ کار ټینګار هم څرګند کړی دی.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>