Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21177

په سمنګان ولایت کې د طالبانو پوځي مسوول ونیول شو

$
0
0
سیمه ییز چارواکي وایي، د سمنګان ولایت پولیسو په یو لړ ځانګړیو عملیاتو کې د طالبانو پوځي مسوول صالح محمد مشهور په مولوي شاه نیولی دی.د سمنګان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند منیر رحیمي آریانا نیوز ته څرګنده کړې؛ د طالبانو دغه پوځي مسوول هغه مهال له خپلو درې ملګرو او ۵۰۰ کیلو ګرامه چاودیدونکیو توکو سره ونیول شو، چې غوښتل یې دغه توکي د دې ولایت مرکز ته ولیږدوي؛ خو په دره صوف پایین ولسوالۍ کې ونیول شول. ښاغلي رحیمي زیاته کړې، چې د دغو چاودیدونکیو توکو په نیولو مو د څو خونړیو چاودنو مخه نیولې ده.د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د طالبانو پوځي مسوول مولوي شاه له امنیتی ځواکونو سره نه یوازې په سمنګان کې، بلکې د بغلان ولایت د دهنه غوري او چمه شیر ولسوالیو په نښتو کې برخه لرلې ده.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21177


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>