Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21143

ولسي جرګې د ټولنو، اعتصابونو او مظاهرو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان رد کړ

$
0
0
د افغانستان ولسي جرګې د ټولنو، اعتصابونو او مظاهرو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان رد کړ.د افغانستان د ولسي جرګې غړو د دغه تقنیني فرمان په اړه وېشلي نظرونه درلودل.د دغه فرمان مخالفو وکیلانو ویل چې تقنیني فرمان له اساسي قانون او د ډموکراسۍ له ارزښتونو سره په ټکر کې دی، خو یو شمېر نورو بیا ویل چې ځیني سیاسي ګوندونه او ډلې له مظاهرو ناوړه استفاده کوي چې باید دغه‌شان فعالیتونو ته قانوني بڼه ورکړل شي.د وکیلانو له مخالفو او موافقو نظرونو له اورېدو وروسته، دغه فرمان د ولسي جرګې عمومي غونډې ته د رأی لپاره وړاندې شو.د دغې جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي د رأیو پایله داسې اعلان کړه:"د ټولنو، اعتصاباتو او تظاهراتو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان په شپږو فصلونو او ۳۲ مادو کې رأی ته وړاندې کېږي، مخالف سور او موافق شین کار پورته کړئ، له ۵۵ شنو کارتونو پرته د رأیو په اکثریت دغه فرمان رد شو."ولسمشر محمد اشرف غني د ۱۳۹۶ لمریز کال د سنبلې په ۱۴مه نېټه د ټولنو، اعتصابونو او مظاهرو په اړه تقنیني فرمان په شپږو فصلونو او ۳۲ مادو کې صادر کړی دی.د دغه فرمان په ۱۱مه ماده کې راغلي، اعتصاب کوونکي او مظاهره‌چیان نه‌شي کولای چې نظامي تأسیساتو، چاودېدونکو ذخیرو، روغتونونو، جوماتونو، ښوونځیو، سرحدي سیمو، سفارت‌خانو او له ګڼې ګوڼې ډکو لارو کې اعتراضیه غونډې او مظاهرې وکړي.دغه‌شان په دغه فرمان کې راغلي، هېڅ دولتي مأمور په مظاهرو او اعتصابونو کې ګډون نه‌شي کولای.د ولسي جرګې غړې فوزیې کوفي چې د یاد فرمان په اړه‌یې د ځانګړي کمېسیون مشري کوله او د فرمان له مخالفینو وه، وویل:"دغه تقنیني فرمان د اساسي قانون، د صدور قانون او د تقنیني سندونو د مراحلو بشپړولو او نفاذ او خپرولو د قانون خلاف دی او دغه‌شان د دغه تقنیني فرمان نفس د اساسي قانون او ولسواکۍ له ارزښتونو سره په تضاد کې دي."اغلې کوفي وویل، د دغه تقنیني فرمان په اړه‌یې له مدني ټولنو، د عدليي وزارت کارکوونکو او د بشري حقونو له خپلواک کمېسیون سره ناستې درلودې چې هغوی هم یاد قانون د افغانستان د نافذه قوانینو خلاف بللی دی.خو د ولسي جرګې بله غړې حمیرا ایوبي چې په تعدیل سره‌یې د دغه تقنیني فرمان پلوي کوله، وویل چې یو شمېر سیاسي ګوندونه له مظاهرو او د ډموکراسۍ له کلمو ناوړه استفاده کوي چې باید د دوی فعالیتونو ته قانوني بڼه ورکړل شي.نوموړې زیاته کړه:"سیاسي ګوندونه، ډلې او اشخاص چې کله مظاهرې کوي، له بده مرغه د ولسواکۍ له کلمې ناوړه استفاده کوي، موږ د کابل په ښار کې د خونړیو مظاهرو شاهدان وو چې دغو مظاهرو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته."دا په داسې حال کې ده چې د ۱۳۹۵ کال د زمري په ۲مه د جنبش روشنايي په مظاهره‌چیانو په انتحاري حمله کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.د حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجبر وايي، دغه فرمان به د نورو فرمانونو په څېر مشرانو جرګې ته ځي او که هلته‌یې د تأيید رأیې واخیستې، بیا به د دواړو مجلسونو په ګډ کمېسیون کې رأیه ورکول کېږي.دی هم د یاد قانون په مهموالي ټینګار کوي او وايي چې ولسي جرګې باید د دغه قانون په تړاو د ولسمشر تقنیني فرمان ته د تأيید رأیه ورکړې وی.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21143


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>