Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو له بې تجربه ګۍ څخه نیوکې

$
0
0
د آوا د خبر له مخی: د کمسیون پر غړو باندی د بی تجربه ګی نیوکی سوی دی، د افغانستان د رڼو ټاکنو د بنسټ رییس نعیم ایوب زاده وايي:«کله چې تجربه نه وي او ټاکنیز مهارت شتون ونه‎لري،ټاکنې په سمه توګه نه مدیریت کېږي.» د افغانستان د ټاکنو د څار بنسټ رییس جانداد سپین غر هم څرګنده کړه:«په دغې بهیر کې قومي ونډې ډلبندي او سیاسونو ته ونډه ورکول،نه یوازې د ټاکنو ستونزې نه حلوي،بلکې کولای شي چې په راتلونکو ټاکنو کې ډېرې شخړې رامنځته کړي.» د ټاکنیزو کمېسیونونو د کمېشنرانو څوکیو ته کابو ۷۰۰ تنه نوماندان و، له دې جملې ۲۱ تنه دغو کمیسېونونو ته غوره شول. د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د موسسې غړۍ نعیم اصغري وايي:«په نوملړ کې ۷۰۰ تنه هغه کسان وو چې واقعاً له تجربې او ښو کارونو څخه برخمن وو.یو شمېر یې،د هغو معیارونو له مخې چې په قانون کې وو،د غواروي کمېټې له خوا حذف شول.» خو د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوېد فیصل وايي:«هغه کسان چې اوس د کمېشنرانو په توګه غوره شوي دي،له بشپړې پوهې څخه برخمن دي.تجربه لري،د هغوی ډېر شمېر یې دوکتورا لري؛ځينې یې ماسټري او د هغوی مخینې ته په کتو سره،هیله لرو چې راتلونکي ټاکنې به په ځلونو ښې وي.» داسې ښکاري چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د یو شمېر غړو اسناد نه د غوراوي د کمېټې او نه هم د حکومت لخوا په سمه توګه څېړل شوي دي. د بېلګې په توګه د نجیب الله احمدزي پېزاند لیک چې د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا رسنیو ته لېږل شوی د دې ښودنه کوي چې ښاغلی احمدزی اوس ۲۱ کلن شوی دی، په داسې حال کې چې د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي باید لږ ترلږه ۳۵ کلن وي. د دغه پېژاند لیک له مخې د هغه د زوکړې پر بنسټ نوموړي په ۱۹ کلنۍ کې د ماسترۍ سند ترلاسه کړی دی. د غوراوي کمېټې غړی محمد یوسف رشید وايي:«هغه موردونه چې له پروسې څخه د جعل او درغلې په توګه پړاو ترسره کوي او که‎چېرې کمېشنر غوره شوي وي،خو ثابتېږي چې هغه یې له دندې څخه ګوښه کېږي.» د ټاکنو د نوي قانون له مخې د ټاکنو د مسلکي کارونو پرمخ بیول د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د عملیاتي مرستیال له صلاحیتونو څخه دي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>