د امریکا د خارجی چارو وزارت ددی هیواد اتباع ته د تروریستی حملو د خطر په اړه د مسیحی اعیادو په دوره کی په ټول اروپا کی هشدار ورکړی دی.
د آوا د خبرګزاری له مخی، د امریکا د خارجی چارو وزارت د خپلو امریکایی اوسیدونکو څخه وغوښتل چی په جشنونو او د اختر په مراسمو کی په پازارو کی احتیاط رعایت کړی.
په دی بیانیه کی راغلی دی: کافی اطلاعات وجود لری چی داعش او القاعده او په هغوی پوری تړلی ډلی دا پلان لری چی په اروپا کی د رخصتیو په جریان کی خپلو حملو ته ادامه ورکړی.
دا بیانیه یادونه وکړه: تروریستی ډلی تیر کال په بلجیم، فرانسته، جرمنی او ترکیه کی حملی ترسره کړی دی او امریکا ددی اندیښنه لری چی په اروپا کی حملی ترسره نه کړی او داهشدار د راتلونکی فبروری تر ۲۰ پوری پر ځای دی.
یو معمول روش د امریکا د استخباراتی مراکز لری او هغه داچی هغوی خبر ورکوی چی د نړی په فلان نکته کی یا په فلانی هیواد کی او یا په محل او یا ځای کی، حمله او یا تروریستی حملی صورت نیسی.
د یو ساده او سطحی لید له نظره، د امریکا د استخباراتو د مقاماتو داډول برخورد کولای سو د پوخوالی څخه وبولواو له دی لید څخه باید د امریکا استخبارات تمجید او تحسین سی؛ چی د نړی ډیر استخباراتی شبکی د امریکا امنیتی او استخباراتی شکبی څخه تعریف کړی دی.
خودا د سکی یو مخ دی او د ډیرو پوهانو په باور، د امریکا د قضیی هشدارونه بل حقیقت لری چی د هغه د ظاهر سره اساسی فرق لری او هغه د هغه تریخو واقعیتونو پټول دی چی د امریکا سران په هغه باندی مصروف دی؛ خو د دهغه هیواد خلګ د هغه څخه بی خبره پاته دی او یا هم معلومات په بل شکل او مرموز ډول دهغوی په لاس کی قرار ورکړی دی.
استعماری هیوادونه او قدرتونه چی د هغوی په راس کی د امریکا متحده ایالات قرار لری ټولو انسانانو ته په یوه سترګه ګوری او له دی جهته چی انسانان د استعمار او استثمار تر قید لاندی ونیسی او وکولای سی د هغوی څخه ګټه پورته کړی، هیڅ فرق د خپل اوسیدونکو او د نورو هیوادو د اوسیدونکو ترمنځ نه کوی.
بنا پردی، دا بازیګران او د نړی شیطانی او اهریمنی سیاست لرونکی خلګ، د هیواد په داخل کی خلګ داسی سرګرمه کړی دی او فریب ورکوی او د هیواد دباندی یو بل ډول خلګ سرګرمه کوی او خطا باسی.
یو دهغه موضوعاتو څخه چی د امریکا سران د خپل خلګو د فکر څخه دباندی طراحی او اجرا ته ورکړی دی، د هغوی خارجی سیاستونه دی چی د نورو هیوادونو په وړاندی او د هغه هیوادونو په وړاندی چی د هغوی د خارجی سیاستونو سره مخالف دی او مخصوصآ هغه خارجی سیاستونه دی چی د مسلمان هیوادو او دولتونو په وړاندی ترسره کوی.
د غربی هیوادو د خارجی سیاستونه د استعمار، استثمار او حتی استحمار په اساس جوړ سوی دی او په دی لاره کی یواځنی نکته چی د غرب سران پر هغه باندی فکر کوی او دهغه په اساس رفتار اوعمل کوی همغه دخالت غوښتونکی ګټی د نورو هیوادو په وړاندی دی او په دی لاره کی دنورو هیوادو په کیسه کی نه دی.
نو د همدی سیاستونو په اساس دی چی د غربی هیوادو سران خپل ځان ته دا حق ورکوی چی هر ډول صلاح ووینی او دهغوی غیری مشروع ګټی اقتضا وکړی، د ملتونو او نړی سره معامله وکړی او په دی لاره کی؛ یعنی د خپلو اهدافو لپاره حتی د خپل ملت خلګو په وړاندی هم توهین او بی اعتنایی وکړی او په ډیر آسانی سره هغوی ته درواغ ووایی او په دی لاره سره خپل نامشروع غوښتنو ته ورسیږی!.
دا هشداریه هم کیدلای سی یو دهغو لوبو څخه وی چی د غرب سران د خپل ملت سره کوی.
د ډیرو پوهانو په باور چی ددی هشداریو تر شاه، ډیر خطرناکه لوبی قرار لری؛ هغه لوبی لکه د نیویارک د دوو برجنو په انفجار کی چی د ډیرو غربی او شرقی پوهانو په باور خپله امریکا هم په کی لاس درلودی؛ خو دداسی طرحی اجرا د امریکا ددولت د لویو اهدافو لپاره ضروری وو؛ او ترسره هم سو او د امریکا دولت او ملاتړ کوونکی خپل هدف ته چی په میانه آسیا کی بالخصوص په افغانستان کی جدی او دوامدار حضور ولری، لاس پیدا کړ.
نو له دی لید څخه، د امریکا دولت او دهغه اروپایی متحدان، خپله تروریستی طرحی په امریکا و اروپا کی جوړوی او د خپلو تروریستی مزدورانو په واسطه د هیواد په داخل کی، هغه طرحی د اجرا مرحلی ته رسوی او دهغه د اجرا مخکی خپل خلګو ته هشدار ورکوی او په دی ډول سره خپل ملتونو خلګ یو عمر په دروغو باورونو کی قرار ورکوی!.