Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

د نوید تښتونکو سره به قانوني چلند وشي

$
0
0
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې له فراهي ماشوم نوید او د هغه د کورنۍ له یو شمېر غړو سره وکتل. په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د فراه والي محمد اصف ننګ هم حضور  درلود، جمهور رئیس غني،  نوید چې د ده په لارښوونه د درملنې په موخه کابل ته راوستل شوی دی، په غېږ کې  ونیوه او وې نازاوه. په پیل کې د نوید پلار له جمهور رئیس او ټولو دولتي مسوولینو څخه د هغه د زوی راخوشې کولو ته د ځانګړې پاملرنې له امله مننه وکړه وې ویل، د فراه ټول خلک ستاسو او ستاسو د کاري ټیم منندوی دی. هغه وویل، زوی مې چې څلوېښت ورځې د تښتونکو په بند کې وو، ناروغه دی او درملنې ته اړتیا لري. وروسته د فراه د ولایتي شورا منشي دادالله قانع د خبرو پرمهال له جمهور رئیس څخه د نوید را خوشې کولو ته د پاملرنې له امله مننه وکړه وې ویل، د نوید د تښتونکو د علني مجازاتو غوښتونکي یوو. جمهور رئیس غني د تښتونکو له چنګال څخه  د نوید په خوشې کولو خوښي څرګنده کړه، وې ویل، پر حکومت ستاسو له باور  او ملاتړ څخه مننه، زه د خپل ملت د خادم په توګه ځان د خپلو خلکو د سر او مال د ساتونکي مسوول ګڼم. جمهور رئیس غني وویل، د نوید تښتولو څخه له خبرېدو وروسته مې د فراه ولایت ملکي او نظامي مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د هغه د خوندي خوشې کېدو لپاره له ټولو امکاناتو ګټه واخلي. محمد اشرف غني د نوید په را خوشې کولو کې د فراه د والي او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د کوښښونو او مرستې قدرداني وکړه، وې ویل، د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي او ډاکټر تیمور علم چې زما ځانګړی ډاکټر دی د نوید د درملنې په برخه کې اقدام کوي او د هغه د درملنې په خاطر به له ټولو شته امکاناتوڅخه ګټه واخلي. جمهور رئیس وویل، د نوید تښتونکو او ټولو مجرمینو سره قانوني چلند کېږي، ځکه د دغه وړ افرادو د محکمې په اړه د افغانستان د خلکو اجماع وجود لري. جمهور رئیس وویل، حکومت د فراه ولایت د امنیت تامین، اقتصادي ودې او په ځانګړي ډول  بخش اباد بند ته ځانګړې توجه لري. د دې کتنې په پای کې جمهوري ریاست د نوید پلار سره ۳۰۰ زره افغانۍ نغدي مرسته هم وکړه.   ارگ - ریاست جمهوری

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>