Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21143

پر باقرالعلوم مدرسی باندی دحملی غندنه درییس جمهوررئیس لخوا

$
0
0
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس په باقرالعلوم جومات کې په لمونځ کوونکو او عبادت کوونکو باندې وحشیانه برید په سختو ټکو وغانده. د هېواد جمهور رئیس په دغه دردونکې پېښه د ژور تاثر په ترڅ کې دا نه بښونکی عمل او لوی جنایت د افغانستان د دښمنانو کار وباله او په سپېڅلو مذهبي ځایونو برید یې له اسلام او د افغانستان دښمنانو سره  ښکاره دښمني  او د نفاق اچولو هڅه وبلله. جمهور رئیس غني ټولو صحي مسوولینو ته دستور ورکړ، چې د دې پېښې د ټپیانو د درملنې او ټولو زیانمنو شویو سره خپلې هڅې درېغ نه کړي. جمهور رئیس غني د قربانیانو کورنیو سره د ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګند کړل او د خدای تعالی په دربار کې یې ټپیانو ته د سالمې روغتیا او شهیدانو ته د فردوس جنت هیله وکړه.  

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21143


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>