$ 0 0 د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو (سي-آی-اي) مشر مایک پمپیو د ترهګرو ډلو د امن ځایونو په خاطر پاکستان ته سخت خبرداری ورکړ.نومړی د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې له خبریالانو سره د مرکې پر مهال ویلي، چې د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس د دوشنبې په ورځ پاکستان ځي ترڅو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوې ستراتیژي د تطبیق په برخه کې د همکاریو لپاره د اسلام اباد ژمنه ترلاسه کړي.شاغلي پمپیو زیاته کړه، چې د نوې ستراتیژي یوه مهمه برخه په پاکستان کې د ترهګرو ډلو د امن ځایونو لمنځه وړل دي ځکه دغه امن ځایونه په افغانستان کې د متحده ایالاتو ماموریت له ځند او خنډ سره مخ کړی دی.د امریکا مرکزي استخباراتو مشر خبرداری ورکړ که چیرې دغه کار د پاکستانیانو له خوا ترسره نه شي نو امریکا به د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو امن ځایونو د لمنځه وړولو په خاطر خپل ټول وس وکاروي.دا په داسې حال کې ده چې د امریکامتحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګست په میاشت کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د واشنګټن نوې ستراتیژي اعلان کړه.هغه وویل چې پاکستان اکثراً ترهګرو ډلو ته پټځایونه ورکوي او خبرداری ورکړ چې امریکا نور د پاکستان لخوا توندلارو ته د پټنځیو ورکړې پر وړاندې زغم نه لري.