Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21187

د عامه نظم او امن د پولیسو پخوانی قومندان په زندان محکوم شو

$
0
0
لویو جرمونو سره د مبارزې لومړنۍ محکمې د عامه نظم او امن پخوانی قومندان زمری پیکان له خپلو صلاحیتونو څخه د ناسمې ګټنې په تور په اتو کالو او شپږو میاشتو زندان محکوم کړ.پر هغه همداشان تور و چې د یو قتل مهال یې چې زوی یې هم پکې تورن دی، خپل زوی ته زغره وال موټر ورکړی او همداشان یې خپل زوی د ټولي مشر په توګه له هلمند څخه کابل ته تبدیل کړی و، په داسې حال کې چې د افسران تبدیلي یواځې د کورنیو چارو د وزیر دنده ده.لومړنۍ محکمې همداشان د عامه نظم او امن قومندانۍ ۹ نور سرتیري او افسران هم چې په همدې قضیه کې ښکیل و، له یوه تر اووه کلونو بند محکوم کړي دي.زمری پیکان د محکمې ناستې ته نه و حاضر شوی او محکمې یې په غیاب کې پریکړه وکړه.خو دا پریکړه د لومړنۍ محکمې له خوا شوې او د دوی د استیناف غوښتنې حق لا باقي دی.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21187


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>