په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت او د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن په لوګر ولایت کې د امریکایي سرتیری د مړینې په غبرګون کې یوځل بیا له افغان ولس سره د ائتلافي ځواکونو پر ژمنې ټینګار وکړ. د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یوه امریکایي سرتیری په مرکز لوګر ولایت کې دعملیاتو په ترڅ کې ټپی شوی و. خبرپاڼه زیاتوي، چې د امریکا پوځ دغه سرتیری د ټپونو له امله خپل ژوند د لاسه ورکړ. په همدې حال کې جنرال نیکولسن وایي، د دغې غمجنې پیښې سره سم، ائتلافي ځواکونو به له افغان ولس سره په خپلو ژمنو کې ثابت قدم پاتې شي او د ترهګرو پر ضد به مبارزه کې له افغانانو سره مرستې به دوام ومومي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه د ترهګرو پر ضد عملیات ګړندی کړي دي. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ کابو دوه میاشتې مخکې د افغانستان او سویلي اسیا په اړه د واشنګټن نوې ستراتیژي په ډاګه کړه او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ماموریت پر دوام او ترهګرو ډلو پر لمنځه وړلو یې ټینګار وکړ. نوموړې د ترهګرو پر ضد د افغان امنیتي ځواکونو له هڅو او مبارزې ستاینه وکړه او له افغان حکومت او وویل چې د افغانستان او د افغان پوځ د تقویې په برخه کې به د امریکا مرستې ادامه ولري.سرچینه: خامه پرس |
↧
په لوګر کې د امریکایي سرتیری د مړینې په اړه د ناټو قوماندان غبرګون
↧