Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21163

کورنیو چارو وزیرد کابل ښار د ټولو حوزو مسؤلانو ته ۲ اوونۍ وخت ورکړی

$
0
0
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست د کابل ښار د ټولو امنیتي حوزو مسؤلانو ته دوه اوونۍ وخت ورکړی چې په پلازمېنه کابل کې د جرمونو د کمولو لپاره پلانونه جوړ او عملي کړي. د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې که داسې ونه شي، له مسؤلو چارواکو سره به جدي قانوني چلند وشي. د کورنیو چارو سرپرست وزیر پرون په کابل کې د امنیتي حوزو له مسؤلانو سره کتلي او هغوی ته یې د اجرأتو سپارښتنه کړې ده. نجیب دانش تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "موږ باور لرو چې کومې خبرې مطرح شوې، د کابل پر امنیت به فوق العاده ښه اغېز وکړي. د دې تر څنګ موږ د داسې پروګرامونو او لارو په لټه کې یو چې په کابل کې ښار کې د جرمونو په کمولو کې مرسته راسره وکولای شي." د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي چې سرپرست وزیر ویس احمد برمک پر خلکو غږ کړی چې پولیسو ته د رشوت له ورکولو ډډه وکړي او که داسې پېښېږي چې پولیس له چا پېسې اخلي، د کورنیو چارو وزارت ته دې خبر ورکړي. د کورنیو چارو سرپرست وزیر همدا راز په وزارت کې یوازې د ازاد رقابت پر اساس، د مقرریو امر کړی دی.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21163


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>